لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان بم چاؤدنو کې ٢ کسان وژل شوي،٧ زخمیان دي


 دنهې په ورځ دچمن په مال روډ سيمه کې په موټر سائيکل دتړلي بم دچاؤديدو نتيجه کې څلور گاډي اؤ دلسو څخه زيات دوکانونه هم تباه شوي دي، دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو شيشې هم ماتې شوي دي
دنهې په ورځ دچمن په مال روډ سيمه کې په موټر سائيکل دتړلي بم دچاؤديدو نتيجه کې څلور گاډي اؤ دلسو څخه زيات دوکانونه هم تباه شوي دي، دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو شيشې هم ماتې شوي دي

دپاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټې اؤ چمن ضلع کې ددوؤ بمي چاؤدنو په نتيجه کې ديو عسکر په گډون دوه کسان وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.

دنهې په ورځ دچمن په مال روډ سيمه کې په موټر سائيکل دتړلي بم دچاؤديدو نتيجه کې څلور گاډي اؤ دلسو څخه زيات دوکانونه هم تباه شوي دي، دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو شيشې هم ماتې شوي دي

دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته امنيتي ځواکونو اؤ دامدادي ډلو غړي ورسيدلاؤ ژوبل کسان يې هسپتال ته ورسول شول.

دچاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دغه چاؤدنې يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوې چې چمن کې ديوې چاؤدنې په نتيجه کې يو ماشوم ووژل شو اؤ نهه نور ژوبل شول.

بلوچستان کې بيلتون خوښو په اوسنو مياشتو کې په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي ودانو حملو کې چټکتيا راوستې.

بل لوري ته دبلوچستان دسرښار کوئټې په ماور سيمه کې هم دنهې په ورځ دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دفرنټئير کور( ايف سي) يو عسکر وژل شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG