لاس رسیدونکی لینک

وزيراعظم نواز شريف سره دجنرل راحيل ليدنه


دپوځ سرلښکر وزيراعظم دخيبرپښتونخواسرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دترهه گرو له لوري دشوې حملې په تور تر دې مهاله دنيول شوؤ کسانو په اړه هم خبر کړى دى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ وزيراعظم نواز شريف سره وزيراعظم هاؤس کې ليدنه کړې اؤ هغه سره يې دهيواد په داخلي سلامتۍ، اپريشن ضرب ضب اؤ دپيښور حمله کې دککړو کسانو دنيولوپه اړه خبرې اترې کړي دي.

دپوځ سرلښکر اؤ وزيراعظم نواز شريف دغه ليدنه يوه ورځ وروستو له هغې کړې چې تيره ورځ افغان صدر اشرف غني پاکستاني وزيراعظم سره ټيلي فوني تماس ونيولو اؤ تيره اوونۍ جنرل راحيل دکابل دوره هم کړې وه.

دپوځ سرلښکر وزيراعظم دخيبرپښتونخواسرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دترهه گرو له لوري دشوې حملې په تور تر دې مهاله دنيول شوؤ کسانو په اړه هم خبر کړى دى.

دگل په ورځ دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په ارمي پبلک سکول حمله کې نيغ په نيغه ککړ ترهه گر تاج محمد چې درضوان په نوم شهرت لري ، امنيتي ځواکونو داستخباراتي معلوماتو په اساس نيولى.

دواړو مشرانو دچين دصدر شي جنگپنگ پاکستان ته دراتلونکې دورې په اړه هم غور کړى دى.

تيره شپه دچين سفير سن وائيډونگ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې ليدنه کړې وه اؤ په دغه مهال دچيني صدر ددورې په تناظر کې په امنيتي صورتحال خبرې اترې شوې وې.

دوزيراعظم دترجمان له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې اسلام اباد کې دپوځ سرلښکر اؤ وزيراعظم ترمينځ دشوې ليدنې په مهال په پيشه وارانه چارو اؤ دترهه گرۍ په ضد دقومي ايکشن پلان جاج واخستل شو، په دغه موقع شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو ضرب عضب اؤ دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کسانو دبحالۍ په منصوبه هم غور شو ى دى.

دميډيا راپورونو کې دعوه شوې چې دجنرل راحيل شريف اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ دنهې په ورځ ترسره شوې ليدنه کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله دله مينځه وړلو لپاره په طريقه کار هم خبرې اترې شوي دي.

سرچينې وائي چې دواړو مشرانو پاکستان اؤ افغانستان کې دپيښور په ارمي پبلک سکول حمله کې دککړو نيول شوؤ کسانو په اړه خبرې اترې کړي اؤ دمُلا فضل الله دمړ يا ژوندي نيولو په اړه يې غور کړى دى.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول په ١٦م دسمبر، کال ٢٠١٤م کې وسله والو حمله کړې وه چې پکې د١٣٣ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي اؤ ددغې حملې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې وه.

XS
SM
MD
LG