لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ : ويسټ انډيز زمبابوى ته په ٧٣ رنز ماتې ورکړې


په غوره کارکردگۍ کرس گيل دميچ تر ټولو ښه لوبغاړى وگرځول شو.
په غوره کارکردگۍ کرس گيل دميچ تر ټولو ښه لوبغاړى وگرځول شو.

دائي سي سي ورلډکپ ميچ کې ويسټ انډيز زمبابوى ته په ٧٣ رنز ماتې ورکړې ده.

ويسټ انډيز دکرسل گيل دريکارډ جوړونگي اننگ په نتيجه کې زمبابوى ته دميچ گټلو لپاره د373 رنز لويې هدف ټاکلى ؤ

داسټريليا دکينبرا ښار په منوکا اوول گراؤنډ کې روان ميچ کې ويسټ انډيز دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې ددوؤ وکټو په تاوان ٣٧٢ رنز جوړ کړل.

اوپنر ډيوائن اسمتهـ په دوهم بال پرته له کوم رن جوړولو څخه بولډ شو خو له دې وروستو دکرس گيل دملگرتيا لپاره مارلن سيميولزئ کريز ته راغلى اؤ دواړه دزمبابوى بالرانو ته کلک اودريدل اؤ د٣٧٢ رنز په جوړولو سره يې ددوهمې وکټې دتاريخ تر ټولو لويې شراکت جوړ کړو.

دويسټ انډيز تکړه بيټسمين کرس گيل دزمبابوى بولران سخت وټکول اؤ د٩ؤ چوکو اؤ ١٦ؤ چکو په مدد سره يې دورلډ کپ لمړۍ اؤ تر ټولو تيزه ډبل سنچري سکور کړه.

کرس گيل په ١٣٨ بالونو خپله ډبل سنچري مکمله کړه اؤ هغه په پنځوسم اوور کې په اخري بال د١٤٦ بالونو لوبولو وروستو په ٢١٥ رنز کيچ اؤټ شو.

مارلن سيموئلز هم دگيل نه کم نه ؤ اؤ هغه هم د١٣٣ رنز جوړولو وروستو دناټ اؤټ غوره اننگز ولوبولو اؤ تر ټولو لويې شراکت کې يې خپل مهم کردار ادا کړو.

دائي سي سي ورلډکپ ميچ کې ويسټ انډيز زمبابوى ته په ٧٣ رنز ماتې ورکړې ده.

زمبابوى چې دهدف په تعاقب کې بيټنگ پيل کړو نو څو اورونه پس دباران په وجه لوبه اودرولى شوه اؤ دباران اودريدو څخه وروستو چې لوبه بيا پيل شوه نو په ٤٨ؤ اورونو کې ټاکل شوى هدف ٣٦٣ رنز مقرر کړى شو دکوم په ځواب کې چې دزمبابوى ټول ټيم په ٤٤م اوور کې په ٢٨٩ رنز اؤټ شو.

دشروع څخه دوکټو دپريوتو له امله دزمبابوى ټيم دستونزو ښکار پاتې شو خو دسين وليمز د٧٦ اؤ کريک اروائن د٥٢ رنز دغوره اننگز په نتيجه کې دغو ستونزو کې تر يو څه حده کمى راغلى خو ټيم ته په گتې ورکولو کې بريالي نۀ شو.

په نورو لوبغاړو کې سکندر رضا ٢٦،ريگس چکبوا٢، هيملټن مساکډزا ٥، برينډن ټيلر٣٧، اسټارټ ميکسينيري ١٩، ايلټن چگمبورا ٢١، تناشى پنينگرا ٤ اؤ ټينډائى چتارا ١٦ رنز جوړ کړل.

دويسټ انډيز له لوري جيروم ټيلر اؤ جيسن هولډر درې، درې ، کرس گيل دوه اؤ نکيتا ملر اؤ مارلن سيميولز يو، يو وکټ ترلاسه کړه.

په غوره کارکردگۍ کرس گيل دميچ تر ټولو ښه لوبغاړى وگرځول شو.

له دې وړاندې دويسټ انډيز کپتان وويل وکټ صورتحال دبيټنگ لپاره ساز گار دى ځکه به لمړي بيټنگ ته اوليت ورکوي.

دويسټ انډيز ټيم کې دوه بدلونونه شوي دسليمان بين اؤ ډيرن براوو پځايې جوناتهن کارټر اؤ نکيتا ملر ټيم کې شامل کړل شوي دي.

بل لوري ته دزمبابوى ټيم کې هم دوه بدلونونه شوي اؤ د چبابا اؤ مائر پځايې چکبوا اؤ مټسيکنيري شامل کړل شوي دي.

دواړو ټيمونو له دې وړاندې دوه دوه ميچونه لوبولي چې پکې يې يو ، يو گټلى دى.

ويسټ انډيز دائرلينډ څخه ماتې اؤ پاکستان څخه ميچ گټلى اؤ زمپابولى دجنوبي افريقې څخه ماتې خوړلې اؤ دمتحده عرب اماراتو څخه ميچ گټلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG