لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني وزيراعظم سره دافغان صدر ټيلي فوني تماس


 وزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ددواړو مشرانو ترمينځ ټيليفوني رابطه کې په دوه اخيزه اړيکو اؤ افغان ټرانزټ ټريډ خبرې اترې شوي دي.
وزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ددواړو مشرانو ترمينځ ټيليفوني رابطه کې په دوه اخيزه اړيکو اؤ افغان ټرانزټ ټريډ خبرې اترې شوي دي.

دافغانستان صدر اشرف غني دپاکستان وزيراعظم نواز شريف سره ټيلي فوني رابطه کړې اؤ ورسره يې په دوه اړخيزه اړيکو اؤ سيمه ايز صورتحال خبرې اترې کړي دي.

تيره اوونۍ کابل ته دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف لخوا کابل ته ددورې څخه راپديخوا پاکستاني وزيراعظم سره دافغان صدر دغه لمړۍ رابطه وه، سرچينې وائي ددغه ليدنې په مهال افغان صدر اشرف غني پاکستاني وزيراعظم سره کابل ته دجنرل راحيل شريف دسفر په اړه هم خبرې کړي اؤ نواز شريف ته يې دافغانستان ددورې بلنه هم ورکړې کومه چې پاکستاني وزيراعظم منلې ده.

وزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ددواړو مشرانو ترمينځ ټيليفوني رابطه کې په دوه اخيزه اړيکو اؤ افغان ټرانزټ ټريډ خبرې اترې شوي دي.

په دغه موقع پاکستاني وزيراعظم وئيلي دي چې دهرې ورځې په تيريدو سره ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې نورې هم پياوړې کيږي، افغان صدر اشرف غني هم ددواړو هيوادونو په اړيکو داطمينان څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې ددواړو هيوادونو داولسونو اؤ ادارو ترمينځ اړيکې په ښه کيدو دي.

دميډيا راپورونه وائي چې افغان صدر اشرف غني په دغه مهال دپاکستان له لوري افغانستان کې دامن لپاره په هڅو دنوازشريف دحکومت مننه ادا کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG