لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله: په نزدې څو ورځو کې به د امن خبرې پېل شي


عبدالله وئيلي ، "خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوي چې د امن مذاکرات به د افغانستان د خېر او صلاح په خاطر او د افغانستان د ملي گټو په نظر کې ساتلو سره پرمخ بيول کيږي".
عبدالله وئيلي ، "خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوي چې د امن مذاکرات به د افغانستان د خېر او صلاح په خاطر او د افغانستان د ملي گټو په نظر کې ساتلو سره پرمخ بيول کيږي".

د افغانستان سترانتظامي مشر عبدالله عبدالله نن د گل په ورځ د کابينې غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې ټاکل شوې په نزدې څو ورځو کې به افغانستان کې د سولې خبرې پېل شي .

نوموړي وئيلي "خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوي چې د امن مذاکرات به د افغانستان د خېر او صلاح په خاطر او د افغانستان د ملي گټو په نظر کې ساتلو سره پرمخ بيول کيږي".

عبدالله عبدالله دغه خبره په داسې مهال کړې چې د سولې د عالي شورا غړي عبدالخالق حسېني پشه يي هم وئيلي چې طالبانو سره د امن خبرو په نېټه او ځايې باندې خبرې روانې دي .

نوموړي وئيلي "د طالبانو سره مخامخ خبرې شايد يوه مياشت وروستو شورو شي خو د دغو خبرو دپاره ځايې او کره نېټه لا نه ده مالومه ، د ځايې په حقله داسې وئيلی شم چې يا به په چين يا ابوظهبي کي وي ، يا به په اسلام اباد او يا به په کابل کې وي خو ډېره ترجيح دې ته ورکول کيږي چې بايد دغه مذاکرات په کابل کې وي" .

په دغې اړه د سولې د عالي شورا يو بل غړي مولوي شفيع الله هم وئيلي ، چې د طالبانو لخوا هم په افغانستان کې د سولې د خبرو دپاره لېوالتيا ښودل شوې ده .

د اتوار په ورځ د افغانستان صدر اشرف غني په صدارتي ماڼۍ ارگ کې د جهادي مشرانو استاد عبدالرب رسول سياف ، محمداسماعيل خان او د مشرانو د جرگې د رئيس فضل هادي مسلميار سره ليدلي ؤ .

او د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي ، چې په دغه ليدنه کې صدر اشرف غني څرگنده کړې ده چې د بل هر وخت په پرتله اوس په هېواد کې د سولې د ټینگښت لپاره لازم فرصتونه رامنځته شوي دي چې د افغانستان ملت باید له دغو فرصتونوڅخه په استفادې سره په هېواد کې د تل پاتې او ډاډمنې سولې د ټینگښت لپاره چې د دوی همیشنۍ هیله ده ، ټینگ او گټور گامونه پورته کړي .

استاد عبدالرب رسول سیاف ، محمد اسماعیل خان او د مشرانو جرگې رئیس فضل هادي مسلمیار په هېواد کې د همیشنۍ او عادلانه سولې د ټینگښت لپاره خپل نظرونه ، وړاندیزونه او تحلیلونه وړاندې کړل او په دې لاره کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ څرگند کړی دی .

د سولې د عالي شورا غړي عبدالخالق وئيلي چې په افغانستان کې د سولې راوستلو په لړ کې د پاکستان په سياست کې مثبت بدلون راغلی او هغويې هم غواړي چې په افغانستان کې امن راشي ، نوموړي ډاډ څرگند کړی چې د طالبانو سره راتلونکي مذاکرات به مثبتې گټې ولري .

او د خالي په ورځ هم صدر اشرف غني د امريکې د دفاع وزير اشټون کارټر سره صدارتي ماڼۍ کې گډې خبري غونډې ته په وينا کې د سولې د خبرو په سمه لار د روانېدو خبره کړې وه .

افغانستان کې د امن خبرو په داسې مهال زور اخيستی ، چې تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ يو پلاوي د کابل دوره کړې او د افغان صدارتۍ ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې وئيل شوي ؤ چې پاکستاني پلاوي په دغې ليدنه کې صدر اشرف غني په افغانستان کې د سولې د ټينگښت په لار کې د پاکستان د اقداماتو څخه خبر کړی ؤ .

خبرپاڼه کې وئيلي شوي ؤ چې د پاکستاني پلاوي مثبت پېغامونه څرگندوي چې د دغو اقداماتو نتيجې به په راتلونکو اوونو کې واضحه شي .

په وروستيو کې داسې خبرونه هم خپاره شوي وو ، چې د قطر پلازمينه دوحه د امريکايي چارواکو او طالبانو د استازو ترمينځ خبرې اترې شوي ، خو امريکې او طالبانو هم د دغو خبرونو رد کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG