لاس رسیدونکی لینک

ورلډکپ: انگلېنډ په ۱۱۹ رنزونو سکاټ لېنډ ته ماتې ورکړه


انگلېنډ ته په خپل لمړي مېچ کې اسټريليا او دوهم کې نيوزي لېنډ ماتې ورکړې وه .

د ورلډکپ ۲۰۱۵م په روانو سيالو کې د انگلېنډ ټيم سکاټ لېنډ ته په ۱۱۹ رنزونو ماتې ورکړه ، انگلېنډ لمړی بيټنگ کړی او په اته وکټو يې ۳۰۳ رنزونه جوړ کړي وو ، ځواب کې د سکاټ لېنډ پوره ټيم په ۱۸۴ رنزونو اؤټ شو او مېچ يې وبائيلو .

د نيوزي لېنډ په کرائسټ چرچ ښار کې ترسره شوي د پول ای ټيمونو د دغه مېچ ټاس سکاټ لېنډ گټلی او بيټنگ يې انگلېنډ ته ورکړی ؤ . او انگلېنډ په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورونو کې په اته وکټو ۳۰۳ رنزونه جوړ کړي وو .

د انگلېنډ معېن علي په ۱۰۷ بالونو ۱۲۸ رنزونه او ايئن بيل په ۸۵ بالونو ۵۴ رنزونه جوړ کړل .

د سکاټ لېنډ په بالرانو کې جوش ډېو په ۱۰ اوورو کې ۶۸ رنزونه ورکړي او څلور وکټې يې اخيستي دي .

دغه رنگ د سکاټ لېنډ په بيټنگ کې کېلی کوټزر په ۸۴ بالونو ۷۱ رنزونه جوړ کړل ، چې د ټيم د يو کهلاړي زيات سکور دی ، پاتې بل يو کهلاړي هم ۳۰ رنزونو جوړلو ته نه دی رسېدلی .

د انگلېنډ سټيون فِن درې او جېمزانډرسن ، ووکس او معين علي دوه دوه وکټې واخيستې ، د مېچ غوره لوبغاړی معين علي وگرځول شو .

پول ای کې شاملو دواړو ټيمونو کې د انگلېنډ دا درېم او سکاټ لېنډ دوهم مېچ ؤ ، انگلېنډ ته په خپل لمړي مېچ کې اسټريليا او دوهم کې نيوزي لېنډ ماتې ورکړې وه .

دغه رنگ سکاټ لېنډ په لمړي مېچ کې د نيوزي لېنډ او نن يې د انگلېنډ نه ماتې وخوړه .

XS
SM
MD
LG