لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : مسافر وېن کې دگېس سلېنډرچاؤدېدو پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي


د پوليس افسر په وينا گاډي کې د زنانوؤ او ماشومانو په گډون ۲۰ کسان سواره ؤ ، چې ۱۰ پکې د اور له امله وژل شوي دي .
د پوليس افسر په وينا گاډي کې د زنانوؤ او ماشومانو په گډون ۲۰ کسان سواره ؤ ، چې ۱۰ پکې د اور له امله وژل شوي دي .

د پاکستان سندهـ صوبې سر ښار کراچۍ سره نزدې د مسافرو ډک يو وېن (فلائنگ کوچ) کې د گېس سلېنډر ډزېدو له امله د اور لگېدو په نتيجه کې ۱۰ کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا دغه پېښه د اتوار او گل په منځنۍ شپه کې ناوخته د کراچۍ او حېدراباد ترمينځ سپرهائي وی باندې نوري اباد علاقه کې رامنځته شوې ده ، او د مسافرو ډک فلائنگ کوچ د حېدراباد نه کراچۍ ته روان ؤ .

د موټر وی پوليس ډي ائي جي ای ډي خواجه د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې د فلائنگ کوچ ټائر چاؤدو له کبله گاډی الټه شو او په دغې مهال گاډي کې لگېدلی د سي اين جي گېس سلېنډر ډزېدلی دی او په گاډي اور اخيستی دی .

د پوليس افسر په وينا گاډي کې د زنانوؤ او ماشومانو په گډون ۲۰ کسان سواره ؤ ، چې ۱۰ پکې د اور له امله وژل شوي دي .

پېښه کې ژوبل کسان د کراچۍ روغتونو ته راوړل شوي ، او د وژل شوؤ د پېژندگلو دپاره د هغويې د خپلوانو نه د ډي اېن ای ټيسټ دپاره نمونې اخيستل شوي دي .

پاکستان کې وخت په وخت دغه رنگ ټريفکي پېښې رامنځته کيږي ، چې علت يې په گاډو کې د حساب نه زياتې سورلۍ کښېنول ، د گاډو کمزوری فټنس ، د ډرائيورانو غفلت او د سړکونو خرابوالی ښودلی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG