لاس رسیدونکی لینک

چمن : بمي چاؤدنه کې يو ماشوم وژل شوی ، شپږ کسان ژوبل


د چاروکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې شپږو ژوبل شوؤ کسانو کې دوه د هندو لږکۍ سره تعلق لرونکي هم ټپي شوي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې په چمن سيمه کې په يو موټر کې د اېښودی شوي بم د چاؤدنې په نتيجه کې يو ماشوم وژل شوی او لږ تر لږه شپږ نورکسان ژوبل شوي دي .

د افغانستان سره په پوله د بلوچستان چمن ښار په مرکزي بازار کې چمن تاج روډ باندې دغه چاؤدنه د هندوانو د عبادت خانې مخې ته شوې ده .

د چاروکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې د يو لاروي ماشوم په گډون اووه کسان ژوبل شوي وو ، چې ژوبل ماشوم بيا په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړی دی .

پېښه کې ژوبل کسان د چمن روغتون ته وړل شوي ، او د ډاکټرانو په وينا ژوبلو کې د دوؤ کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی . او په ژوبلو کسانو کې دوه د هندو لږکۍ سره تعلق لرونکي هم ټپي شوي دي . .

د بم ناکاره کوؤنکې املې د چارواکو په وينا بم په موټر کې اېښودی شوی او ډزول شوی دی .

د راپورونو ترمخه د چاؤدنې په نتيجه کې څلور گاډي او دوه موټر سائيکلې هم تباه شوي دي .

د پېښې وروستو پوليس او د نورو امنيتي ادارو غړي موقعې ته رسېدلي ، او پوليس چارواکو وئيلي د پېښې پلټنې پيل کړي دي .

چارواکي وايي دا مالوموي چې د بم هدف څه ؤ ، او په دغه پېښه کې څوک ککړ دي .

XS
SM
MD
LG