لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : عملياتو کې دڅلورو ترهه گرو دنيولو دعوه


دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دڅلورو ترهه گرو تعاقب شوى
دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دڅلورو ترهه گرو تعاقب شوى

دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په رزمه سيمه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس شوې کارروايۍ کې يې څلور شکمن ترهه گر نيولي دي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دڅلورو ترهه گرو تعاقب شوى چې پکې دوه رزمک بازار کې نيول شوي اؤ دوه نور په يوه نزدې سيمه کې پټ شوي وؤ اؤ دسيمې په ولقه کې داخستو وروستو پټ شوي ترهه گر هم ونيول شول.

دجمعې په ورځ هم شمالي وزيرستان اؤ کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوؤ نښتو کې يو پوځي افسر اؤ ٨ شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځ په دغو عملياتو کې ددوؤ زرو څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کوي اؤ وائي ٢٠٠ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دطالبانو لخوا دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې لاندې دورانکارو په ضد کارروايۍ روانې دي اؤ امنيتي ځواکونو دخيبرپښتونخوا دچارسدې په تنگي سيمه کې هم دخالي په ورځ يوه کارروائي ترسره کړې چې پکې دپوليس چارواکو اؤ سرکاري ميډيا ترمخه د٧٠ؤ څخه زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG