لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د دفاع نوی وزير کابل ته په دوره رسېدلی دی


د پينټاگان د مشر جوړېدو نه پس د نوموړي دا لمړۍ بهرنۍ سرکاري دوره ده .
د پينټاگان د مشر جوړېدو نه پس د نوموړي دا لمړۍ بهرنۍ سرکاري دوره ده .

د امريکې د دفاع نوی وزير اشټون کارټر نن د خالي په ورځ سحر په غېراعلاني ناڅاپي دوره کابل ته رسېدلی دی ، د پينټاگان د مشر جوړېدو نه پس د نوموړي دا لمړۍ بهرنۍ سرکاري دوره ده .

د امريکې د دفاع وزير اشټون کارټر به خپله دوره کې د افغان صدر اشرف غني او افغانستان کې د موجودو امريکايي ځواکونو مشرانو سره ويني .

امريکې په افغانستان کې جگړئيز ماموريتونه د افغان ځواکونو روزنې او هغويې ته د صلاح مشورې ورکولو ماموريتونو ته اړولي دي ، افغان ځواکونو د هېواد د امنيت زمه واري په خپله غاړه اخيستې ده .

د خبري ادارې ای پي ترمخه کارټر د افغانستان د سفر په مهال الوتکه کې خبريالانو سره خبرو کې وئيلي ، چې افغانستان کې تل پاتۍ کاميابۍ گوري .

نوموړي وئيلي هغه به د افغان صدر اشرف غني سره د امريکايي ځواکونو د دغه نه د ويستو د پلان په اړه خبرې کوي ، او د هغه نه به مالوموي چې امريکايي پوځ څنگه د افغان ځواکونو روانو مرستو کې پرمختگ کولی شي .

افغانستان کې د امريکې نزدې ۱۰۰۰۰ عسکر موجود دي .

کارټر وئيلي دا توقع لري چې د اشرف غني نه طالبانو سره د امن خبرو په اړه احوال هم واوري .

د امريکې د دفاع نوی وزير به افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر کمانډر کمېپبل او د امريکې د مرکزي کمانډ مشر جنرال لائيډاسټن سره ويني ، جنرال اسټن په منځني ختيز او منځنۍ ايشيا کې د امريکايي ځواکونو مشري کوي او نوموړی د دفاع وزير سره د کابل په سفر ملگری دی .

اشټون کارټر د د فاع د وزير د چوکۍ سمبالولو نه وړاندې د امريکې سېنټ ته وئيلي ؤ ، چې د افغانستان نه د روان کال اخره پورې د امريکايي ځواکونو د ويستو پلان ته بيا کتنه کولی شي . ولې زياته کړې يې وه چې دا کار به امنيتي حالاتو باندې اډاڼه لري .

نوموړي وئيلي چې د امريکې د اتحاديانو سره به په گډه په دې کار کوي او دا به يقيني کوي چې دولت اسلامي ډله (داعش) د منځني ختيز نه افغانستان ته ونه غځيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG