لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ : ويسټ انډيز پاکستان ته په ١٥٠ رنز ماتې ورکړه


 دپاکستان په نورو لوبغاړو کې شاهد افريدي ٢٨، وهاب رياض درې اؤ سهيل خان يو رن جوړ کړو اؤ اؤټ شول.
دپاکستان په نورو لوبغاړو کې شاهد افريدي ٢٨، وهاب رياض درې اؤ سهيل خان يو رن جوړ کړو اؤ اؤټ شول.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په ١٠م ميچ کې ويسټ انډيز پاکستان ته په ١٥٠ رنز ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ دکرائسټ چرچ په هيگلى اوول گراؤنډ کې لوبول شوي ميچ کې دنيوزي لينډ لخوا دټاکل شوي ٣١١ رنز په تعاقب کې دپاکستان ټول ټيم په ٣٩م اوور کې په ١٦٠ رنز اړټ شو.

پاکستان چې دخپل اننگز پيل وکړو نو ابتدائي بيټسمينان يې په تُندۍ سره پويلين ته رخصوت شول، دپاکستان ناصرجمشيد دلمړي اوور په دوهم بال پرته له کوم رن جوړولو څخه اؤت شو اؤ يونس خان ، حارث سهيل په صفر اؤ احمد شهزاد دلسو بالونو په لوبو يو رن جوړ کړو اؤ اؤټ شو.دپاکستان بيټنگ لا ئن کې دملا دتير کردار ادا کوونکى کپتان مصباح الحق هم يواځې په ٧ رنز اؤ شوى

په دغه حال کې صهيب مقصود اؤ عمل اکمل دکيپئن بالرانو مخې ته تر څه وخته اودريدل اؤ د٨٠ رنز شراکت يې جوړ کړو خو د١٠٥ رنز په مجموعي سکور صهيب مقصود هم د٥٠ رنز جوړولو نه پس اؤت شو اؤ عمر اکمل هم په ٥٩ رنز پويلين ته رخصت شو.

دپاکستان په نورو لوبغاړو کې شاهد افريدي ٢٨، وهاب رياض درې اؤ سهيل خان يو رن جوړ کړو اؤ اؤټ شول.

دويسټ انډيم جيروم ټيلر اؤ انډرى رسل غوره بالنگ وکړو اؤ درې ، درې لوبغاړي يې اؤټ کړل، همدغه شان سليمن بين دوه، جيسن هولډر اؤ ديرن سيمي ، يو ، يو وکټ ترلاسه کړه.

. له دې وړاندې چې پاکستان دټاس گتلو وروستو ويسټ انډيز ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه نو ويسټ انډيز په مقررو ٥٠ اوورنو کې دشپږو وکټو په تاوان ٣١٠ رنز جوړ کړل.

په دغه مهال دپاکستان ټيم دخراب فيلډنگ څرگندونه وکړه اؤ پينځم اوور کې دمحمد عرفان په بال ناصر جمشيد دډيوائن اسمتهـ کيچ ډراپ کړو خو په بل بال هم دعرفان په بال کرس گيل دوهاب رياض په لاسونو کيچ اؤټ شو.

٨م اوور کې ډيوائن اسمتهـ په ٢٣ رنز جوړولو دسهيل خان په بال سلپ کې کيچ اؤټ شو.

په ١٩م اوور کې عمر اکمل دمارلن سيموئلز اسان کيچ ډراپ کړو اؤ په ٢٠م اوور کې شاهد افريدي هم دوهاب رياض په بال دمارلن سيموئلز کيچ پريښودو، ددوؤ کيچونو ډراپ کيدو باوجود مارلن سيموئلز په لويې اننگز لوبولو کې ناکامه شو اؤ د٣٨ رنز دجوړولو وروستو دحارث سهيل په بال کيچ اؤټ شو.

شاهد افريدي په ٢٩م اوور کې په ٤٥ رنز ډيرن براوو کيچ هم پريښودو، دنيش رامدين په ٤٣ بالونو ٥١ رنز جوړ کړل اؤ دحارث سهيل ښکار شو.

محمد عرفان په ٤٦م اوور کې دوهاب رياض په بال دليډي سمنز کيچ پريښودو، ډيرن سيمې په ٣٠ رنز جوړولو دوهاب رياض په بال اؤت شو.

دويسټ انډيز له لوري دنيش رامدين ٥١، لنډل سمنز ٥٠، ډيرن براوو ٤٩ رنز جوړ کړل، همدغه شان اندرى رسلز تيزه لوبه وکړه اؤ يواځې په ١٣ بالونو يې ٤٢ رنز جوړ کړل چې پکې څلور چکې اؤ درې چوکې شاملې وې.

دکرکټ حلقو دوړاندې څخه ورلډ کپ کې دپاکستان په کارکردگۍ نيوکې کولې خو دې ميچ کې دباؤلنگ، فيلډنگ اؤ بيا دټيڼگ څانگو کې دپاکستان دپاکستان په غيرمطمئينې کارکردگۍ ميډيا کې په ټيم سختو ټکو کې نيوکې کولى شى، له دې وړاندې پاکستان دهند څخه لمړي ميچ کې ماتې خوړلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG