لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا لانجمن يونېورسټي قانون


په پښتونخوا کې د پېښور يونېورسټۍ د پروفېسرانو تنظيم پيوټا او مخالف سياسي ګوندونه په واکمن ښي اړښي ګوند تحريک انصاف او مذهب پلوه جماعت اسلامي نېوکې کوي چې په يونېورسټيو کې د زيات اختيار تر لاسه کولو لپاره اوسني قانون کې لانجمن بدلونونه کول غواړي. د لوړو ذدکړو د اصلاحاتو په نوم یوې حکومتي کميټۍ خپل وړانديزونه صوباېي اسمبلۍ ته لیږلي خو په دغه سپارښتونو د تعليمي ادارو لوړ پوړو چارواکو کلکې نيوکې کړي- د بلې خوا نه د اصلاحاتوکميټۍ چارواکي واېي د دويي سپارښتونه په نيمه لاره کې بدل کړی شوي دي- دويي ژمنه کړې په شريکه منظور کړې شوي سپارښتونه به د اسمبلۍ په وړاندې ږدي چې یو ښه موثره نظام رامنځ ته کړي.د ډیوه ریډیو په پروگرام پریس کانفرس کې په دې موضوع د څیړنې لپاره د انجينیرینگ یونیورسټۍ پیښور وایس چانسلر امتیاز حسین گیلاني د اصلاحاتو د کميټۍ مشر شبلي فراز، د پیوټا غړې جميل چترالي او باچاخان ټرسټ فاونډیشن مشر پروفسیر خادم حسن میلمانه وو- کوربه یې بهروز خان ؤ- پروگام په لانديني بینک واورۍ-

please wait

No media source currently available

0:00 0:19:36 0:00
please wait

No media source currently available

0:00 0:35:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG