لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : نښته کې يو عسکر اؤ پينځه جنگيالي وژل شوي


دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه امنيتي ځواکونو دته خيل سيمه کې دترهه گرو دموجودگۍ په اطلاع کارروائي وکړه

دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې شوې يوه نښته کې يو عسکر اؤ پينځه ترهه گر وژل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه امنيتي ځواکونو دته خيل سيمه کې دترهه گرو دموجودگۍ په اطلاع کارروائي وکړه اؤ په دغه مهال ترهه گرو په امنيتي ځواکونو حمله وکړه چې پکې يو عسکر ووژل شو. دائي ايس پي ار ترمخه امنيتي ځواکونو ځوابي کارروايۍ کې پينځه ترهه گر وژلي

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د 2000ؤ نه زيات جنگيالي وژلي اؤ ٢٠٠ؤ پوځيانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ دغو عملياتو له امله په لکونو کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي اؤ پوځ دعوه کوي چې دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې يې دشمالي وزيرستان د٩٠ فيصده برخه يې ترهه گرو نه پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG