لاس رسیدونکی لینک

ورلډکپ: نيوزي لېنډ په اته وکټو انگلېنډ ته ماتې ورکړه


د نيوزي لېنډ په بيټنگ کې برېنډن مېککلم په ۲۵ بالونو ۷۷ رنزونه جوړ کړل ، او په دوه وکټو نيوزي لېنډ په اسانۍ سره دغه مېچ وگټو .

د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م روانو سيالو کې نيوزي لېنډ په اته وکټو انگلېنډ ته ماتې ورکړه . انگلېنډ ټاس گټلی او په ۳۲.۲ اوورو کې يې پوره ټيم په ۱۲۳ رنزونو اؤټ شوی ؤ ، ځواب کې د نيوزي لېنډ ټيم په ۱۲.۲ اوورو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړو او مېچ يې وگټو .

د نيوزي لېنډ په په ويسټپيک مېدان کې ترسره شوي دغې مېچ کې د انگلېنډ لخوا بيټنگ کې کوم يو لوبغاړی هم ښه سکور جوړ نه کړی شو .

جيو روټ ۴۶ رنزونه ، متين علي ۲۰ او اوئين مورگن ۱۷ رنزونه جوړ کړي ، پاتې نورو لوبغاړو کې چا هم ۱۰ رنزونه جوړ نه کړی شو .

د نيوزي لېنډ لخوا ټم ساؤتهي په نهه اوورو کې ۳۳ رنزونه ورکړي او د انگلېنډ اووه لوبغاړي يې سوځولي دي .

د نيوزي لېنډ په بيټنگ کې برېنډن مېککلم په ۲۵ بالونو ۷۷ رنزونه جوړ کړل ، او په دوه وکټو نيوزي لېنډ په اسانۍ سره دغه مېچ وگټو .

نيوزي لېنډ د ورلډکپ په مقابلو کې له دې مېچ وړاندې په خپلو دوه مېچونو کې سري لنکا او سکاټ لېنډ ته ماتې ورکړې ده . او انگلېنډ له دې وړاندې خپل لمړی مېچ هم د اسټريليا نه بائيللی ؤ .

XS
SM
MD
LG