لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرۍ دمخنيوي په تگلاره عمل درامد ضروري دى،نوازشريف


台湾总统府一楼以“府”为主题的展览。(美国之音林枫拍摄)
台湾总统府一楼以“府”为主题的展览。(美国之音林枫拍摄)

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره عمل درامد دوفاق اؤ ټولو صوبائي حکومتونو ذمه واري ده.

دشورو په ورځ وزيراعظم نواز شريف کوئټې ته رسيدلى اؤ هغه دصوبائي حکومت له لوري دترهه گرۍ دمخنيوي دهڅو دجاج اخستو لپاره دلوړې کچې داپيکس کميټۍ دغونډې مشري کړې ده.

په دغه موقع دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، داستخباراتي ادارې مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوچ، گورنر محمد خان اچکزئ اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وؤ.

غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم صوبائي حکومت ته په اشارې کولو سره وويل دوفاقي حکومت لخوا، دپوځ لخوا چې څه رقم مدد تاسو ته پکار وي ، هغه به تاسو ته نور( درکولى شي) ترڅو تاسو په دې ملي تگلاره په سمې طريقې سره موثرعمل درامد وکړى شئ اؤ ددې نتيجې قام وکتلى شي

وزيراعظم وويل دترهه گرۍ دمخنيوي ملي تگلاره يواځې وفاقي حکومت يا کومې يوې ډلې نۀ ده تياره کړې بلکې ټولو سياسي گوندونو اؤ عسکري قيادت په متفقه توگه ددې منظوري ورکړې وه.

هغه وويل ټولو صوبو ته په دې دموثر عمل درامد باوري کولو لپاره گامونه اخستل پکار دي.

وزيراعظم دبلوچستان گورنراؤ وزيراعلي ته باور ورکړو چې صوبه کې به دامن وامان بحالۍ لپاره پکار وسيلې هغوي ته ورکولى شي.

دحکومتي سرچينو وينا ده غونډه کې دا پريکړه هم وشوه چې افغانستان څخه دورانکارو دداخلې دمخنيوي اؤ دايران سرحدي سيمه کې دکارروايۍ کوونکو څارنه به نوره هم سختولى شي.

ټول پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې لاندې کارروايۍ روانې دي چې پکې په زرگونو شکمن کسان نيول شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG