لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوځ سرلښکر اؤ وزيراعظم کوئټې ته رسيدلي


 ټاکل شوې ده وزيراعظم به دصوبائي اپيکس کميټۍ دغونډې مشري کوي اؤ په دغه مهال به بلوچستان کې دامن وامان په صورتحال غور کيږي.
ټاکل شوې ده وزيراعظم به دصوبائي اپيکس کميټۍ دغونډې مشري کوي اؤ په دغه مهال به بلوچستان کې دامن وامان په صورتحال غور کيږي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره (نيشنل ايکشن پلان) دپرمختگ دجاج اخستو لپاره دشورو په ورځ دبلوچستان صوبې سرښار کوئټې ته رسيدلي دي.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلى ؤ اؤ دغلته يې افغان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليدنې کړي، جنرل راحيل افغانستان ته دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دبشپړ ملاتړ باور ورکړى اؤ په ډاگه کړې يې وه چې دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى.

ټاکل شوې ده وزيراعظم به دصوبائي اپيکس کميټۍ دغونډې مشري کوي اؤ په دغه مهال به بلوچستان کې دامن وامان په صورتحال غور کيږي.

صوبائي حکومت به په قومي ايکشن پلان تر دې مهاله بلوچستان کې دشوي پرمختگ اؤ دغه لړ کې داخستل شوؤ گامونو څخه وزيراعظم نواز شريف خبروي، وزيراعظم به دکوئټې ددغه دورې په مهال صوبائي حکومت کې شاملو ائتلافيانو، د واکمن گوند پي ايم ايل(ن) مشرانو اؤ نورو قانون سازانو سره دسينيټ په راتلونکو ټاکنو هم خبرې اترې کوي.

تيره ورځ هم وزيراعظم نواز شريف دکراچۍ کورهيډکوارټرز کې جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې وه اؤ په دغه مهال وزيراعظم ته شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه حال احوال تير کړل شوى ؤ.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان سياسي مشرانو هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يوه ٢٠ نکته ايزه ملي تگلاره جوړه کړې دکوم ترمخه چې په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو جوړولو پريکړه هم شوې.

ددې ترڅنگ وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دمرگ په سزا عمل درامد بحال کړى، پوځ په قبائيلي سيمو کې دورانکارو په ضد عملياتو کې تُندي راوستې اؤ دقومي ايکشن پلان لاندې ددسمبر دمياشتې څخه تر دې مهاله دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دقانون نافذونکو ادارو له لوري ترسره شوؤ کارروائيو کې د١٠ؤ زرو څخه زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG