لاس رسیدونکی لینک

دامريکا ددفاع نوي وزير لوړه وکړه


دواورې وريدو په وجه واشنگټن کې دوفاقي حکومت زياتره دفترونه تړلي وؤ، سپينه ماڼۍ کې ديوې دستورې په مهال مرستيال صدر جوبائيډن کارټن ته ددفاع دعهدې سوگند ورکړو.

ايشټن کارټر دنهې په ورځ دامريکا دنوي دفاع دوزير دعهدې لوړه کړې ده، هغه ددفاع دپخواني وزير چک هيگل ځايې سمبال کړى.

دواورې وريدو په وجه واشنگټن کې دوفاقي حکومت زياتره دفترونه تړلي وؤ، سپينه ماڼۍ کې ديوې دستورې په مهال مرستيال صدر جوبائيډن کارټن ته ددفاع دعهدې سوگند ورکړو.

يو لوړپوړي دفاعي چارواکي ددفاع محکمې ته ليږلي يو پيغام کې وئيلي اوس وخت راغلى چې هيواد موقعو څخه گټه ترلاسه کړي.

دغه چارواکي وئيلي ددې خبرې باوجود چې ټوله نړۍ کې خطرې اؤناقراري ده ددفاع نوى وزير دهيواد ددفاع اؤ دمحکمې دښځو اؤ سړو ملاتړ کې سختو پريکړو کولو ته تيار دى.

. کارټر دخپلې ورځې څه برخه دپينټاگون چارواکو سره تيره کړې ، چې پکې ددفاع مرستيال مشر، بوب ورک، چئيرمين جوائنټ چيفس، جنرل مارټن ډيمپسي اؤ نور مشران موجود وؤ.

ټاکل شوې دصدر اوباما اؤ دفاع دوزير ترمينځ به دنهې په ماښام ليدنه کيږي.

XS
SM
MD
LG