لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ: بنگله دېش په ۱۰۵ رنزونو افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان ټيم په لمړي ځل د ورلډکپ په سيالو کې شامل دی ، او د بنگله دېش دا پينځم ځل دی چې ورلډکپ لوبوي .
د افغانستان ټيم په لمړي ځل د ورلډکپ په سيالو کې شامل دی ، او د بنگله دېش دا پينځم ځل دی چې ورلډکپ لوبوي .

د ورلډکپ ۲۰۱۵م په روان ټورنامنټ کې د بنگله دېش ټيم افغانستان ته په ۱۰۵ رنزونو ماتې ورکړه . بنگله دېش ټاس گټلی او په لمړي بيټنگ کې يې ۲۶۷ رنزونه جوړ کړي وو .

د افغانستان پوره ټيم په ۴۲م اوور کې اؤټ شو ، او ۱۶۲ رنزونه يې جوړ کړل .

د افغانستان لخوا کپتان محمدنبي ۴۴ او سميع الله شينواري ۴۲ رنزونه جوړ کړل ، نوروز مېنگل ۲۷ رنزونه جوړ کړي او بل کوم يو لوبغاړی ۲۰ رنزونو جوړولو ته نه دی رسېدلی .

د بنگله دېش لخوا مشرفي مرتضې درې او شکېب الحسن دوه وکټې واخيستې او درې نورو بالرانو يو يو وکټ ترلاسه کړو ، د افغانستان دوه لوبغاړي رنز اؤټ شوي دي .

د بنگله دېش لخوا په لمړي بيټنگ کې مشفيق الرحيم ۷۱ او شکېب الحسن ۶۳ رنزونه جوړ کړي وو ، په نورو لوبغاړو کې چا ډېر رنزونه جوړ نه کړی شو .

د افغانستان لخوا شاپور زدران په ۷ اوورونو کې ۲۰ رنزونه ورکړي دوه وکټې يې اخيستې وې ، ميروېس اشرف په نهه اوورنو کې ۳۲ رنزونه او دوه وکټې ، او حامد حسن هم په ۱۰ اوورونو کې ۶۱ رنزونه ورکړي او په دوه وکټو اخيستو کې بريالی شوی ؤ، افتاب عالم په نهه اوورو کې ۵۵ رنزونه او په اخرني اوور کې يې دوه وکټې ترلاسه کړې وې .

کپتان محمدنبي په نهه اوورونو کې ۵۸ رنزونه ورکړي او يو وکټ يې اخيستی ؤ .

د افغانستان بالرانو او لوبغاړو چې په لمړۍ کې ښه بالنگ او ښه فيلډنگ کولو د لوبې په اخرنو اوورونو کې د بنگله دېشن بيټسمېنانو په ښه بيټنگ کولو رنزونه زيات کړل ، دغه رنگ په مېچ کې د افغانستان فيلډرانو په مس فيلډنگ کې څو خطايانې هم کړي دي .

گروپ ای کې د شاملو دواړو ټيمونو دا لمړی مېچ ؤ .

د افغانستان ټيم په لمړي ځل د ورلډکپ په سيالو کې شامل دی ، او د بنگله دېش دا پينځم ځل دی چې ورلډکپ لوبوي .

دواړه ټيمونه له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې ايشيا کپ کې يو بل ته مخامخ شوي ؤ ، او بنگله دېش کې ترسره شوی دغه مېچ افغانستان گټلی ؤ .

د افغانستان ټيم : افسرزازی (وکټ کيپر) ، جاوېد احمدي ، نوروز مېنگل ، اصغرستانکزۍ ، سميع الله شينواری ، محمدنبي(کپتان) ، نجيب الله زدران ، ميروېس اشرف ، افتاب عالم ، شاپور زدران ، حامد حسن .

د بنگله دېش ټيم : تميم اقبال ، انعام الحق ، مومن الحق ، مشفيق الرحمان (وکټ کيپر) ، صابررحمان ، شکېب الحسن ، محمد احمدالله ، صيوم سکارا ، مشرفي مرتضی (کپتان) ، روبېل حېسن ، تسکين احمد .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG