لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترکي وزيراعظم په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسيدلى


 دترکي وزيراعظم سره دغه سفر کې دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى دى چې پکې دهغه دکابينې وزيران، لوړپوړي چارواکي اؤ مهم کاروباري شخصيات هم شامل دي.
دترکي وزيراعظم سره دغه سفر کې دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى دى چې پکې دهغه دکابينې وزيران، لوړپوړي چارواکي اؤ مهم کاروباري شخصيات هم شامل دي.

دترکي وزيراعظم احمد داؤد اغلو دپاکستان په دوه ورځني سفر دنهې په ورځ پلازمينې اسلام ته رسدلى دى.

دترکي وزيراعظم سره دغه سفر کې دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى دى چې پکې دهغه دکابينې وزيران، لوړپوړي چارواکي اؤ مهم کاروباري شخصيات هم شامل دي.

تيرکال داگست په مياشت کې دترکي دوزيراعظمۍ دڅوکۍ سمبالولو څخه وروستو پاکستان ته دا د داؤداغلو لمړى سفر دى، له دې وړاندې هغه دترکي دخارجه وزير په حيث داسلام اباد دوره کړې.

دترکي دوزيراعظم ددې دورې په مهال به ددواړو هيوادونو ترمينځ شپږو مهمو څانگو کې دگډو کاري ډلو غونډې کيږي چې پکې تجارت، انرژي، مواصلات، خزانه، تعليم، ثقافت اؤ سيلگري شامل دي.

له دې وړاندې به دپاکستان وزيراعظم نواز شريف اؤ دترکي وزيراعظم احمد داؤد اغلو ددواړو هيوادونو داسټريټجک مرستې دکونسل دڅلورمې غونډې گډه مشري کوي.

دواړه وزيراعظمان به پاکستان ترکي بزنس فورم ٢٠١٥م کې هم گډون کوي، ددې دورې په مهال به په گڼو تړونونو اؤ يادداښتونو لاسليکونه هم کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG