لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : دڅلورو کسانو مړي موندل شوي


دغه مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې دجمعې په ورځ دژوب ضلعې دمرغه کبزئي سيمې نه درې دپوليو کارکوونکي اؤ دوه دليويز عسکر تښتول شوي وؤ.

سرچينې وائي دپاکستان دبلوچستان صوبې په ژوب ضلع کې دنهې په سحر دليويز دتښتول شوؤ دوؤ عسکرو په گډون دڅلورو کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

دغه مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې دجمعې په ورځ دژوب ضلعې دمرغه کبزئي سيمې نه درې دپوليو کارکوونکي اؤ دوه دليويز عسکر تښتول شوي وؤ.

دليويز دسرچينو ترمخه ددوؤ مړو پيژندگلو دليويز دعسکرو اؤ ديو پيژندگلو دپوليو دډلې دډرائيور په توگه شوې ده اؤ ديو مړى پيژندگلو تر دې مهاله نۀ ده شوې.

دموندل شوؤ کسانو مړي دژوب ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته دپوسټ مارټم لپاره په سختو امنيتي تدابيرو کې رسول شوي اؤ هسپتال ته په گڼ شمير کې خلک ورټول شوي دي.

په عين حال کې دبلوچستان حکومت کوئټه، ژوب ، شيراني اؤ سبي ضلعو کې دپوليو په ضد مهم ځنډولى دى.

دصحت دمحکمې دچارواکو ترمخه دپوليو په ضد دغه مهم دامنيتي وجوهاتو له امله ځنډول شوى.

XS
SM
MD
LG