لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ:دنيوزي لينډ لخوا اسکاټ لينډ ته په دريوؤ وکټو ماتې


 دنيوزي لينډ دډنيډن ښار په يونيورسټي اوول راؤنډ کې لوبول شوي ميچ کې نيوزي لينډ داسکاټ له لوري ټاکل شوى د١٤٣ رنز هدف په ٢٥م اوور کې د٧ؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.
دنيوزي لينډ دډنيډن ښار په يونيورسټي اوول راؤنډ کې لوبول شوي ميچ کې نيوزي لينډ داسکاټ له لوري ټاکل شوى د١٤٣ رنز هدف په ٢٥م اوور کې د٧ؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په شپږم ميچ کې نيوزي لينډ اسکاټ لينډ ته په دريوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ دډنيډن ښار په يونيورسټي اوول راؤنډ کې لوبول شوي ميچ کې نيوزي لينډ داسکاټ له لوري ټاکل شوى د١٤٣ رنز هدف په ٢٥م اوور کې د٧ؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

داسکاټ لينډ پشان دنيوزي لينډ اوپنرانو هم لوبه په غوره انداز کې پيل نۀ کړى شوه اؤ په دمې دمې سره يې دوکټو دپريوتو لړۍ روانه ده خو داسان هدف باوجود کيوي لوبغاړو جارحانه انداز کې بيټن دوامداره وساتو اؤ په مقرر هدف يې په ٢٥م اور کې پوره کړو.

دنيوزي لينډ لخوا کين وليمسن د ٣٨ اؤ رانټ ايليټ د٢٩ رنز انن ولوبولو، داسکاټ لينډ له لوري اين وارډ لاء اؤ جوش ډيوى ، درې ، درې اؤ ماجد حق يو لوبغاړى اؤټ کړو.

له دې وړاندې چې اسکاټ لينډ دنيوزي لينډ په ضد بيټن پيل کړو نو ټرينټ بولټ په دوهم اوور کې دوه لوبغاړي پرله پسې پويلين ته ستانۀ کړل اؤ په پينځم اوور کې ټم ساتهي هم پرله پسې په دوؤ بالونو وکټې ترلاسه کړې چې ورسره داسکاټس ټيم ستونزو کې اضافه وشوه.

په يوه موقع دڅلورو وکټو په تاوان داسکاټ لينډ رنز ١٢ؤ خو ميټ ميچن اؤ رچي بيرنن دکيوي بالرانو مخې ته اودريدل اؤ دټيم مجموعي سکور يې ١٠٩ؤ ته ورسولو، ميټ ميچن په ٥٦ رنز جوړولو سره اؤټ شو اؤ رچي بيرنن هم کورى اينډرسن د٥٠ؤ په انفرادي سکور اؤټ کړو.

د يادو شوؤ دواړو لوبغاړو څخه پرته کوم بيټسمين دکيوي بالرانو مخې ته مزاحمت ونۀ ښودلى شو اؤ ټول ټيم په ٣٧م اوور کې په ١٤٢ رنز اؤټ شو.

دنيوزي لينډ له لوري کورى اينډرسن اؤ ډينئيل ويټوري درې، درې اؤ ټرينټ بولټ اؤ ټم ساؤتهي دوه، دوه لوبغاړي اؤټ کړل.

په ډاه دې وي چې نيوزي لينډ په لمړي ميچ کې سري لنکا ته هم په ٩٨ رنز ماتې ورکړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG