لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : انگېزې شينوارۍ په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړی


د افغانستان صدر اشرف غني د انگېزې شينوارۍ په مړينه خفگان او د هغې د کورنۍ سره يې خواخوږي څرگند کړې ده .
د افغانستان صدر اشرف غني د انگېزې شينوارۍ په مړينه خفگان او د هغې د کورنۍ سره يې خواخوږي څرگند کړې ده .

د افغانستان د ننگرهار صوبې د شورا غړې انگېزه شينوارۍ چې يوه اوونۍ وړاندې د مائن په يوه چاؤدنه کې ژوبله شوې وه ، په روغتون کې يې ژوند د لاسه ورکړو .

انگېزه شينوارۍ د تېر گل په ورځ هغه وخت ژوبله شوې وه چې کله هغه په خپل گاډي کې روانه وه او گاډي پورې د لاندې مخ نه په مقناطيس نښلول شوی ماين په هغې چاؤدلی او د هغې دواړه پښې پکې کټ شوې وې ، شينوارۍ د ژوبلېدو وروستو د کابل سردارمحمدداؤدخان روغتونه وړل شوې او هلته يې تېره شپه ساه ورکړی دی .

د شينوارۍ په گاډي شوې دغې چاؤدنه کې د هغې ډرائيور په ځايې وژل شوی او شپږ کسان نور ژوبل شوي چې پينځه پکې د بي بي حوا نومې سکول زده کوؤنکې وې ، چاؤدنه د سکول مخې ته هغه مهال شوې وه چې د سکول جينکۍ کور پله روانې وې .

د دغې بريد زمه واري چا په غاړه نه وه اخيستې .

د افغانستان صدر اشرف غني د انگېزې شينوارۍ په مړينه خفگان او د هغې د کورنۍ سره يې خواخوږي څرگند کړې ده .

د صدارتي ماڼۍ ارگ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې صدر اشرف غني وئيلي ، انگېزې شينوارۍ په خپل کم عمر کې د اسلامي علومو د استادې ، د ښځو د حقونو د ملاتړې ، شاعرې ، ژورنالسټې او د ننگرهار په ولايتي شورا کې د خلکو د استازې په توگه ډېر کار کړی او د افغانستان د زړه ورو زنانوؤ د مبارزو په تاريخ کې به د دې نوم په خپلو پاڼو کې خوندي وساتي .

دغه رنگ د افغانستان د ملي وحدت اجرايي مشرعبدالله عبدالله هم په انگېزه شينوارۍ شوې حمله په کلکو ټکو کې غندلې ، او د هغې په مړينه يې وئيلي دي ، نوموړې په سختو حالاتو کې د خلکو خدمت ته غاړه ورکړې وه ولې د هېواد دښمنانو هغه ونه زغمله .

د مختلفو تنظيمونو لخوا په انگېزه د شوې حملې غندنه شوې او د هغې په مړينه يې خفگان څرگند کړی شوی دی ، او وئيل شوي حکومت دې د دغسې پېښومخنيوی وکړي .

۳۳ کلنه انگېزه شينوارۍ د ننگرهار صوبې په شينواري ضلع کې زېږېدلې ، هغه د مدني ټولنې تکړه غړې او د ولايتي شورا د غړې جوړېدونه وړاندې يې د صحافت چاري پرمخ وړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG