لاس رسیدونکی لینک

عبدالقادربلوچ: ضرب عضب به د روان کال تراخره پورې سرته ورسي


د سېفران وزير دغه خبره په داسې مهال کړې چې له دې وړاندې د حکومت لخوا د روانې مياشتې د نيمايۍ نه د شمالي وزيرستان د بې کوره شوؤ حلقو بيرته لېږلو وئيل شوي وو .

د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو (سېفران) مرکزي وزير عبدالقادر بلوچ وئيلي ، چې د ترهگرۍ په ضد روان عمليات ضرب عضب به د روان کال تراخره پورې سرته ورسي ، او زياته کړې يې ده چې د ضرب عضب سرته رسېدو وروستو مرکزي حکومت په قبائيلي علاقو کې د پرمختگ او اقتصاد د ودې دپاره يو ترقياتي پلان هم تيار کړی دی .

پوهان وايي چې په قبائيلي سيمو کې د پوځي عملياتو سرته رسېدو نه پس سياسي او اقتصادي ترقۍ ته د ودې ورکولو ډېر ضرورت په دې خبره دی چې په سيمه کې ترهگري بيا سر راپورته نه کړي .

د سېفران وزير دغه خبره په داسې مهال کړې چې له دې وړاندې د حکومت لخوا د روانې مياشتې د نيمايۍ نه د شمالي وزيرستان د بې کوره شوؤ حلقو بيرته لېږلو وئيل شوي وو .

د پاکستان د پوځ پخوانی بريگيډئرسېدنزير چې خپله يي تعلق د قبائيلي علاقې سره ده ، وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره يې خبرو کې وئيلي ، چې د بې کوره شوؤ خلکو بيا ابادول او اقتصادي هلې ځلې ډېرې ضروري دي .

"د ضرب عضب اپريشن نه وروستو به په سيمه کې د ټوپک کلچر شاته لاړشي او سياسي هلې ځلې او حکومتي انتظام به مخې راشي او اقتصادي لار به هواره شي ، او د دې په زريعه به د خلکو مدد او د هغويې غم خواري کيږي او د مقامي اوسېدونکو به په حکومت اعتماد بحال شي خو ترڅو پورې چې دا کار نه وي عملي شوی ، نو يواځې په پوځي طاقت د ترهگرۍ جرړي ختمول گران دي" .

نوموړی زياتوي د قبائيلو اباد کاري او هغويې ته په ټولنه کې يو مقام ورکول هم ضروري خبره ده .

د سېفران وزير وئيلي چي په قبائيلي سيمو کې به د کال اخرې پورې د وسله والو فعاليتونه په مکمله توگه ختم شي ، او په سيمه کې به امن قائم شي . دغه رنگ نوموړي زياته کړې چې په ځانگړي ډول د اقتصاد د قانون ۲۰۱۲م او د تجارت د تنظيم قانون ۲۰۱۳م به په قبائيلي سيمو کې نافذ کړي چې لاندې به يې د سيمې اقتصاد ته مثالي وده ورکړی شي .

ولې د سيمې سره تعلق لرونکي پوهان وايي مرکزي حکومت چې له دې وړاندې کومې وعدې کړې وې ، هغه يې تراوسه نه دي پوره کړي . پوهان نظر لري چې سيمه کې د اقتصادي هلوځلو نه وړاندې قبائلو ته د ائيني او قانوني حقونو ورکولو ضرورت دی ، ځکه چې د سيمې خلکو ته انصاف مېلاؤ شي .

د قبائيلي سيمو قانون پوهه او د فاټا د وکيلانو د اتحاديې مشراعجاز مهمند وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، لکه د وړاندې په رنگ دا ځل هم د شوؤ وعدو وفا کېدو څه امکان په نظر نه راځي .

"زما په دې خبره هيڅ يقين نشته چې حکومت به په قبائيلي سيمو کې صنعتونو ته وده ورکړي ځکه چې د قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکی يو بِل د وړاندې نه په سېنېټ کې پروت دی هغه ولې په مخکې نه بوتلل کيږي ؟ اول قبائيلو ته د قانون او انصاف ضرورت دی عدليه او انتظاميه هلته نشته په ائين کې چې د کومو بنيادي حقونو قانون دی هغه فاټا ته نه غځول کيږي او بلخوا کارخانې لگول او صنعتي زون جوړول معنې نه لري ".

اعجاز مهند وايي دا کار د فنډونو رايوځايې دپاره کيږي .

د پاکستان د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن نه راواخله ترد جنوبي او بيا شمالي وزيرستان پورې پاکستاني ځواکونو په دغو سيمو کې په سلگونو ځله عمليات کړي ، او دا ځل په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن په نتيجه کې د سلگونو ترهگرو د وژنو او گرفتارو دعوې هم کيږي .

بل لور ته په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له کبله د ۱۰ لکو نه زيات خلک بې کوره شوي دي ، او د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

XS
SM
MD
LG