لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف : د ترهگرۍ په ضد جنگ به په هرقيمت گټو


وزيراعظم ووئيل په ځينو صوبو کې په قامي تگ لاره په تېزۍ عمل روان دی ، او په ځينو کې پرې ډېر کارنه دی شوی .
وزيراعظم ووئيل په ځينو صوبو کې په قامي تگ لاره په تېزۍ عمل روان دی ، او په ځينو کې پرې ډېر کارنه دی شوی .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي حکومت او رياست فېصله کړې چې ټول ملک کې به ترهگري ختمولی شي او د ترهگرۍ په ضد جنگ به په هر قيمت گټو . نوموړي دغه خبرې په کراچۍ کې د ترهگرۍ په ضد جوړې قامي تگ لارې لاندې قائم کړی شوې اپيکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې کړې ده .

وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف نن د گل په ورځ کراچۍ ته رسېدلي ، او د پوځ سرلښکر سره يې کورهيډکوارټر کراچۍ کې ليدلي ، او د وزيراعظم په مشرۍ د اپيکس کمېټۍ غونډه شوې چې پکې د پوځ سرلښکر ، ائي اېس ائي مشر لفټننټ جنرل رضوان اختر او پخواني صدر اصف علي زرداري سره نورو لوړپوړو چارواکو هم گډون کړی دی .

گورنرهاؤس کې د سندهـ صوبې اپيکس کمېټۍ د جائزې اخيتسو غونډې ته په وينا کې وزيراعظم نوازشريف ووئيل ، پېښور کې په سکول د بريد وروستو وزيراعظم هاؤس کې د ټولو پارليماني سياسي ډلو او پوځي چارواکو په گډه غونډه کې د ترهگرۍ په ضد نېشنل ايکشن پلان يا قامي تگ لاره جوړه کړی شوې ، او په ۲۰ نکاتي قامي تگ لاره عمل شورو شوی دی .

هغه ووئيل د ترهگرۍ په ضد قامي تگ لاره د ملک خوندي مستقبل دپاره جوړه کړی شوې ، او اولس د قامي تگ لارې گټورې نتيجې ليدل غواړي . هغه زياته کړه د قامي تگ لارې لاندې ۲۱م ائيني بدلون او پوځې ايکټ کې ترميم شوی او په څلورو واړو صوبو کې د اعلي وزيرانو په مشرۍ اپيکس کميټۍ جوړې کړی شوي دي .

وزيراعظم ووئيل په ځينو صوبو کې په قامي تگ لاره په تېزۍ عمل روان دی ، او په ځينو کې پرې ډېر کارنه دی شوی .

نوموړي ووئيل مونږ سره بله خبره نشتی او د ترهگرۍ په ضد جنگ به په هر قيمت گټو، او په ټول ملک کې به د ترهگرۍ خاتمه کولی شي ، هغه ووئيل حکومت د ترهگرۍ د خاتمې فېصله کړې ده .

غونډې ته چيف سيکرټري سندهـ د نيشنل ايکشن پلان عملي کېدو او بلديه ټاؤن کې د سوځېدلې فېکټرۍ د پلټنو په اړه تفصيل هم وړاندې کړی دی .

وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د کورکمانډرکراچۍ لفټننټ جنرل نويد مختار سره هم ليدلي دي . او کورکمانډر ورته کراچۍ کې د روانو عملياتو په اړه بريفنگ ورکړی دی .

وزيراعظم نوازشريف د ضرب عضب اپرېشن او قامي تگ لارې سره په کراچۍ کې د خفيه مالوماتو په بنياد د روانو عملياتو ستاينه کړې ده .

بل لور ته د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د رېنجرهيډکوارټر دوره کړې ، او د صوبې د رېنجر ځواکونو مشر مېجر جنرال بلال اکبر ورته په ښار کې د نورو قانون نافذؤنکوادارو په گډون د رېنجرو لخوا روانو عملياتو او امنيت په اړه احوال تېر کړی دی .

د پوځي وياند ترمخه د پوځ سرلښکر د رېنجر، پوليس او استخباراتي ادارو د عملياتو ستاينه کړې او په کراچۍ کې د امنيت په ځايې کېدو کې يې ورته د ممکنه پوځي مرستو باور ورکړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG