لاس رسیدونکی لینک

د قبطي عيسايانود وژنې وروستو مصر په داعش بمباري کړې


اليسي وئيلي ، مصر د دغې ناوړه عمل په مناسب انداز او په صحيح وخت د ځواب کولو حق محفوظ لري

د مصرجنگي الوتکو د گل په ورځ سحر وختي ليبيا کې د تُندوره ډلې داعش په ضد بمباري کړې ده ، پوځ وئيلي داعش ته دا د ۲۱ قبطي عيسايانو نه د سرونو غوڅولو ځواب دی .

دغه فضائي عمليات چې د قبطي عيسايانو نه د وژني نه څو ساعته وروستو ترسره شوي ، پکې د داعش د تربيت مرکزنه او د وسلې ذخيرې په نخښه کړی شوي دي .

د مصر صدرعبدالفتاح السيسي د تُندروه ډلې داعش لخوا په ليبيا کې د تښتول شوؤ ۲۱ قبطي عيسايانو نه د سرونو غوڅولو د ويډيو خبريدو وروستو ژمنه کړې وه ، چې د دغه کاروايۍ به ځواب کوي .

السيسي په ټيلي ويژن وينا کې وئيلي چې دا د ترهگرۍ ناوړه عمل دی ، او زياته کړې يې ده چې مصر د دغې ناوړه عمل په مناسب انداز او په صحيح وخت د ځواب کولو حق محفوظ لري .

د اتوار په ورځ ناوخته خپره شوې دغه ويډيو کې په نارنجي رنگ جامو کې څو کسان ليدل کيږي چې کښېنول شوي دي او د هر يو کس سره په نقاب کې يو تُندلاری ولاړ دی ، د تښتؤل شوؤ کسانو د سرونو غوڅولو نه وړاندې يو تُندلاری په انگرېزۍ ژبه کې د کېمرې په وړاندې وينا کوي .

تُندلاری په وينا کې د تښتؤل شوؤ کسانو سرونه غوڅول د مصر "د قبطي چرچ " په ضد ردعمل بلي . په مصر کې د قبطي عيسايانو ابادي ۱۰ فيصده ده او دويې په غټه کچه د نسلي امتياز او زور زياتي سره مخ دی .

د سپينې ماڼۍ پرېس سيکرټري جوش ارنسټ د اتوار په ورځ ناوخته يو بيان کې د دغې ناوړه او بزدلانه قتل غندنه کړې او وئيلي يې دي چې د داعش د "بربريت حدونه نشتی" . ارنسټ وئيلي د د داعش لخوا د بې گناه خلکو د وژنې تازه عمل د سيمې د خلکو دښمني څرگندوي ، او زياته کړې يې ده چې پشمول سينايي کې د درځنونو مصري پوځيانو وژنې نړيواله کميونټي د داعش په ضد يو کوي .

د دغې ويډيو خپرېدو وروستو د مصر د مذهبي حلقو لخوا هم د غندنې سخت بيانونه مخې ته راغلي دي . د قبطي چرچ په يو بيان کې په خپلو پلويانو غږ شوی چې "چې په خپل لويې قوم يقين لري چې د مجرمانو نه به د بدل اخيستو پورې په قلاره نه کښينې".

په مصر کې د اسلام تر ټولو لويې تعلمي مرکز جامعه الاظهر وئيلي چې يو مذهب هم دغه ډول "وحشي" کاورنه نه قبلوي .

تېره مياشت تُندروه ډلې داعش په شام کې د اردن د يو پائيلټ د ژوندي سوځولو ويډيو او دوه جاپانيانو د وژنو عکسونه هم خپاره کړي وو.

د کال ۲۰۱۴م نه پس تُندروه ډلې د گردې نړۍ د يو شمېر کسانو نه سرونه غوڅ کړي دي ، چې پکې درې امريکايي خبريالان هم شامل دي .

XS
SM
MD
LG