لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډنمارک: د ډزو پېښو کې دوه کسان وژل شوي ۵ ژوبل


د پوليسو په وينا مالوميږي چې ډزو کې د سويډن کارټونسټ لارس ولکس په هدف ؤ ، څوک چې په کال ۲۰۰۷م د پېغمبراسلام (ص) د خاکو په جوړولو مشهور دی ،
د پوليسو په وينا مالوميږي چې ډزو کې د سويډن کارټونسټ لارس ولکس په هدف ؤ ، څوک چې په کال ۲۰۰۷م د پېغمبراسلام (ص) د خاکو په جوړولو مشهور دی ،

د ډنمارک پلازمينه کوپن هيگن کې د خالي په ورځ يوه کېفې باندې ډزو کې د يو کس وژل کېدو او درې پوليسو ژوبلېدو د پېښې څو ساعته وروستو بله پېښه کې د يهوديانو په عبادت خانه باندې ډزو کې يو بل کس وژل شوی او دوه پوليس ژوبل شوي دي .

کوپن هيگن کې په کېفۍ باندې هغه وخت ډزې شوي ، چې کله دغلته د اظهار رائې د ازادۍ دستوره جوړېدله ، او دستورې ته د پېغمبر اسلام (ص) د خاکو جوړؤنکي د سويډن کارټونسټ لارس ولکس وينا کوله ، غونډه کې د فرانس سفيرهم گډون کولو .

د ډنمارک (ډېنش) د پوليسو په وينا کېفۍ باندې ډزو کې ۴۰ کلن کس وژل شوی څوک چې دستوره کې گډون ته راغلی ؤ او د هغه پېژندگلو نه ده شوې .

د پوليسو په وينا مالوميږي چې ډزو کې د سويډن کارټونسټ لارس ولکس په هدف ؤ ، څوک چې په کال ۲۰۰۷م د پېغمبراسلام (ص) د خاکو په جوړولو مشهور دی ، او په دغې کار ۶۸ کلن ولکس ته د مسلمانانو لخوا گواښونه هم شوي .

پوليس وئيلي کوپن هيگن کې عبادت خانه باندې ډزې کوؤنکی وسله وال د موقعې نه پېدل تلی دی ، او پوليس خلکو ته خبرداری ورکړی چې د افسرانو په وينا عمل کوي او په کورونو کې دننه پاتې شي .

پوليس وئيلي دا وئيل به د وخت نه وړاندې وي چې په کېفۍ او عبادت خانه باندې شوي بريدونه يو بل سره تړلي وي .

د پېښو وروستو د ډنمارک پلازمينه باندې د شپې په مهال هيلې کاپټرې د څارنې په مهال تاوېدلې ، او د مشکوک حمله کوؤنکي يا حمله کوؤنکو د لټون دپاره پوليس هم لټون کولو .

ډېنش وزيراعظم هيلي تهورننگ شمډټ د ډزو لمړۍ پېښه ترهگر بريد بللی دی .

پوليس وئيلي پېښه کې لارس ولکس او د فرانس سفير فرانسېسکو زميری روغ پاتې شوي دي .

راپورونه وايي د فرانس سفير زميري تېره مياشت پېرس کې د چارلي هيبډو رسالې په دفتراوکوشرگروسري کې د شوؤ حملو په اړه دستورې ته وينا کوله ، دغه حملې چې مسلمان تُندلارو کړې وې د حمله کوؤنکو په گډون پکې ۲۰ کسان وژل شوي وو .

د خالي په ورځ دغه دستوره د لارس ولک کميټۍ جوړه کړې وه ، دغه تنظيم د ولکس ملاتړ کوي ، ولکس سره د هغه د لانجمن کار او گواښونو په وجه درنه سيکيورټي وي .

د کوپن هيگن ميئر فرېنک جېسن وئيلي چې د ډزو په پېښه غمژن دی او زياته کړې يې ده سمدستي نه شي وئيلې چې بريد په څه موخه شوی ؤ ، خو نوموړي وئيلي د بدقسمتۍ نه دا د ازادۍ په اظهار د تشدد څخه ډکه حمله مالوميږي .

د امريکې لخوا د پېښې غندنه او پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبل شوؤ سره غمرازي څرگند کړی شوې ده .

د سپينې ماڼۍ د قامي سلامتۍ د کونسل وياند برناډيټ ميهن يو بيان کې وئيلي ، مونږ د ډېنش چارواکو سره په تماس کې يو او د پېښې د ضروري تحقيقاتو د مرستې دپاره تيار يُو .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG