لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ ۲۰۱۵م: هند په ۷۶ رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړه


د پاکستان او هند لوبډلو ترمينځ کېدونکی مېچ په دواړو ملکونو کې ډېر په شوق سره ليدل کيږي او د دغې مېچ کتو ته خلک خصوصي تيارۍ کوي .
د پاکستان او هند لوبډلو ترمينځ کېدونکی مېچ په دواړو ملکونو کې ډېر په شوق سره ليدل کيږي او د دغې مېچ کتو ته خلک خصوصي تيارۍ کوي .

د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م په سيالو کې د پاکستان او هند لوبډلو ترمينځ لمړي مېچ کې هند په ۷۶ رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړه ، هند لمړی بيټنگ کړی او په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورنو کې يې۳۰۰ رنزونه جوړ کړي وو . د پاکستان پوره ټيم په ۲۲۴ رنزونو اؤټ شو او مېچ يې وبائيلو .

د هند لخوا دغه سکور د ۷ لوبغاړو په اؤټ کېدو ترسره شوی ؤ .

دغه مېچ چې د اسټريليا په ايډيليډ اوول ميدان کې وشو د هند کپتان مهندراسنگهـ د مېچ ټاس گټلی او لمړی بيټنگ يې اخيستی ؤ .

د هند د ۳۰۰ رنزونو په ځواب کې د پاکستان لخوا د کپتان مصباح الحق او احمدشهزاد نه علاوه بل کوم کهلاړي ښه لوبه ونه کړی شوه .

مصباح الحق په ۸۴ بالونو ۷۶ او احمدشهزاد په ۷۳ بالونو ۴۷ رنزونه جوړ کړل ، پاتې نورو لوبغاړو کې حارث سهېل ۳۶ ، شاهدافريدي ۲۲ او ياسر شاه ۱۳ رنزونه جوړ کړل . بل کوم يو لوبغاړی هم ۱۰ رنزونو جوړولو ته نه دی رسېدلی .

د هند په بالرانو کې محمدشامي څلور او امېشن يودهوا او مهېت شرما دوه دوه وکټې واخيستې .

د هند لخوا ورات کوهلي په ۱۲۸ بالونو ۱۰۷ رنزونه جوړ کړي ؤ او د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو .

د هند لخوا شيکهر دهون په ۷۶ بالونو ۷۳ او سرېش رائنا په ۵۶ بالونو ۷۴ رنزونه جوړ کړي وو .

پاکستاني بالرانو کې يواځې سهېل خان ښه بالنگ کړی او په ۱۰ اوورو کې يې د ۵۵ رنزونو ورکولو په سر پينځه وکټې اخيستې وې .

وهاب رياض په ۱۰ اوورو کې ۴۹ رنزونه ورکړي او يو وکټ يې اخيستی ؤ .

محمدعرفان په ۱۰ اوورو کې ۵۸ رنزونه ، شاهد افريدي ۸ اووروې ۵۰ رنزونه ، ياسرشاه ۸ اوورې ۶۰ رنزونه ، ، حارث سهېل څلور اوورې ۲۶ رنزونه ورکړي ، او په يو وکټ اخيستو کې نه وو بريالي شوي .

مېچ کې د پاکستان لخوا د ښه فيلډنگ مظاهره هم نه وه شوې ، او د ورات کوهلي دوه کېچونه پرېښودی شوي وو .

د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م کې د پاکستان او هند ټيمونو ترمينځ لوبې ته غټ مېچ وئيلی کېدو ، د لوبې ليدو ته ميدان کې په لويه شمېره کې خلک راجمعې وو او د پاکستان په غټو ښارونو کې سکرينونه لگول شوي ، او خلکو په ډېر شوق دغه مېچ کتلو .

د پاکستان او هند لوبډلو ترمينځ کېدونکی مېچ په دواړو ملکونو کې ډېر په شوق سره ليدل کيږي او د دغې مېچ کتو ته خلک خصوصي تيارۍ کوي .

د کرکټ ورلډ کپ ٢٠١٥م کې نن د اتوار په ورځ هند سره د پاکستاني ټيم په لمړي ځل د مخامخ کيدو په موقع دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف د پاکستان کرکټ ټيم لپاره د خپلو نيکو خواهشاتو څرگندونه کړې وه .

د پاکستان کرکټ ټيم کپتان مصبا الحق د مېچ نه وړاندې وئيلي ؤ ، چې هند ته په ماتې ورکولو ورلډ کپ کې دروايتي رقيب هيواد څخه د ماتې دروايت دختمولو لپاره ژمن دی .

له دې وړاندې دواړه ټيمونه پينځه ځله د نړيوال کپ په مقابلو کې يو بل ته مخامخ شوي چې پکې پاکستان د ماتې سره مخ شوى دی ، ولې پاکستان تر دې مهاله د هند په ضد يو ورځنو ميچونو کې د ٥٠ؤ په مقابله کې ٧٢ ميچونو کې گټه پخپله نوم کړې ده .

بل لور ته د هند کپتان مهندرسنگهـ دهوني هم وئيلي ؤ ، ټيم به يي د پاکستان په ضد د غوره لوبې مظاهره کوي .

د پاکستان ټيم : کپتان مصباح الحق ، يونس خان ، احمدشهزاد ، حارث سهېل ، صهېب مقصود ، عمراکمل ، شاهدافريدي ، وهاب رياض ، ياسرشاه ، سهېل خان ، محمدعرفان

د هند ټيم : کپتان مهندرا سنگهـ دهوني ، شيکهر دهون ، روهت شرما ، ورات کوهلي ، اجينکيا راهانې ، سرېش رائنا ، رويندرا جدېجا ، رويچندرن اشوند ، امېش يدهوا ، مهېت شرما ، محمدشامي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG