لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي: د پوليو په ټيم حمله کې يو کس وژل شوی دی


دغه پېښه نن د خالي په ورځ سحر د افغانستان پولې ته نزدې خېبرايجنسۍ لنډي کوتل تحصيل د لويې شلمان په شين پوخ علاقه کې هغه مهال رامنځته شوې ده
دغه پېښه نن د خالي په ورځ سحر د افغانستان پولې ته نزدې خېبرايجنسۍ لنډي کوتل تحصيل د لويې شلمان په شين پوخ علاقه کې هغه مهال رامنځته شوې ده

د پاکستان په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د پوليو په ټيم د نامالومو وسله والو په حمله کې د پوليو کارمندانو د گاډي ډرائيور وژل شوی او د ټيم يو غړی ژوبل شوی دی . بل لور ته بلوچستان کې د پوليو يو ټيم بی درکه شوی دی .

د چارواکو په وينا دغه پېښه نن د خالي په ورځ سحر د افغانستان پولې ته نزدې خېبرايجنسۍ لنډي کوتل تحصيل د لويې شلمان په شين پوخ علاقه کې هغه مهال رامنځته شوې ده ، چې د پوليو ټيم علاقې ته په گاډي کې روان ؤ .

د چارواکو په وينا د ډزو په پېښه کې د گاډي ډرائيور په ځايي وژل شوی دی .

چارواکي وايي د پېښې وروستو امنيتې عسکر علاقې ته رسېدلي ، او پلټنو عمليات يې پېل کړي دي .

بل لورته د بلوچستان ضلعې په قلعه سېف الله سيمه کې د جمعې د ورځې راهسې د پوليو يو ټيم د ساتونکو اهلکارو سره بې درکه دی .

د قلعه سېف الله ضلعې د ډپټي کمشنر اميرسلطان په وينا د پوليو د دوه غړو ټيم چې د ليويز دوه ساتونکي ورسره په حفاظتي ډيوټۍ مامور ؤ ، د جمعې په ورځ سحر علاقې ته ورغلي او بيا بې درکه دي .

نوموړي وئيلي د پوليو ټيم د قلعه سېف الله او ژوب ضلعو د مينځنۍ علاقې نه بې درکه شوی دی ، او د لټون دپاره يې عمليات پېل کړی شوي دي .

له دې وړاندې هم په دغه علاقه کې د پوليو ټيمونو باندې بريدونه شوي او تښتول شوي دي ، او د هغو پېښو زمه واري وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې ده .

پاکستان د نړۍ په هغو درې هېوادونو کې شمار دی چرته چې تېر کال د پوليو تر ټولو زيات کېسونه (۳۰۵) رامنځته شوي وو . د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې د پوليو وائرس شتون لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG