لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرکټ ورلډ کپ په پرانستي ميچ کې نيوزي لينډ سري لنکا ته ماتې ورکړه


برينډن ميکولم اؤ مارټن گپټل خپل ټيم ته د١١ رنز غوره اغاز ورکړو خو ميکولم په ٦٥ رنز په رنگنا هيراتهـ دچکې وهلو په کوشش کې په باؤنډرۍ کيچ اؤټ شو اؤ مارټن گپټل په ٤٩ رنز دوکټو شاته کيچ اؤټ شو.
برينډن ميکولم اؤ مارټن گپټل خپل ټيم ته د١١ رنز غوره اغاز ورکړو خو ميکولم په ٦٥ رنز په رنگنا هيراتهـ دچکې وهلو په کوشش کې په باؤنډرۍ کيچ اؤټ شو اؤ مارټن گپټل په ٤٩ رنز دوکټو شاته کيچ اؤټ شو.

دکرکټ ورلډ کپ ٢٠١٥م په پرانستي ميچ کې نيوزي لينډ سري لنکا ته په ٩٨ رنز ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ دښار کرائسټ چرچ په هيگلى اوول گراؤنډ کې ترسره شوي ميچ کې سري لنکا ټاس وگټلو اؤ نيوزي لينډ ته يې دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه، دنيوزي لينډ برينډن ميکلم اؤ کورى اينډرسن دجارحانه بيټنگ په مدد سره په مقررو ٥٠ؤ اوورنو کې نيوزي لينډ ٣٣١ رنز جوړ کړل.

برينډن ميکولم اؤ مارټن گپټل خپل ټيم ته د١١ رنز غوره اغاز ورکړو خو ميکولم په ٦٥ رنز په رنگنا هيراتهـ دچکې وهلو په کوشش کې په باؤنډرۍ کيچ اؤټ شو اؤ مارټن گپټل په ٤٩ رنز دوکټو شاته کيچ اؤټ شو.

کين وليم سن په ٥٧ رنز جوړولو دجيون مينډس ښکار شو اؤ په بل بال روس ټيلر هم سټپ شو، گرانټ ايليټ ٢٩ رنز جوړل کړل اؤ اؤت شو خو کورى اينډرسن گراؤنډ څلورو واړو اړخونو ته ښه سټرکونه ولوبول اؤ دلوک رونچي سره په گډه يې ټيم د٣٣١ نز هدف ته ورسولو، اينډرسن په ٤٦ بالونو ٧٥ رنز جوړ کړل اؤ په ٥٠م اوور کې په اخري بال کيچ اؤټ شو.

ددې په ځواب کې دسري لنکا ټول ټيم په ٤٦م اوور کې په ٢٣٣ رنز اؤټ شو.

دسري لنکا لخوا جيون مينډس اؤ دسرنگا لکمل ، دوه، دوه اؤ رنگنا هيراتهـ اؤ کلاسيکارا يو ، يو وکټ واخستو، لاستهـ ملنگا تر ټولو گران بالر ثابت شو اؤ هغه په ٨٤ رنز ورکولو سره يو وکټ هم ترلاسه نۀ کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG