لاس رسیدونکی لینک

یمن کې حوثیین یاغیان اتفاق غواړي خو د مخاليفينو بغیر


​د ېمن صدر خپلې څوکۍ پرېښودلو یوه میاشت ورستو هم د هیواد ټولې ډلې کومې سیا سي پریکړې ته نه دي رسیدلي- د الحوثیین یاغیانو په سرښار صنعا قبضه په ځائ ده - په صنعا قبضه کونکي حوثیین​ یاغیان واېي په اقتدار کې شراکت ورکولوته تیار دي خو تر دې دمه دغه پلو ته څه کوټلي گامونه نه دي اخستل شوي- بلې لوري ته په یمن کې په زرگونو خلقو د یا غیانود قبضې خلاف مظاهرې کړي دي- او د هیواد په زیاتره ښارونو کې راوتي دي – رپورټونه په یمن کې حالت ډیر خراب ښاېي د شمالي غرونو نه راغلي د شيعه مسلمانانودغه ډله په صنعا د قبضې نه وروستو پارليمان ختم کړې او واېي د هېواد د چارو لپاره نوې شورا جوړوي –

د حوثیین​ یاغي قبائلو مطبوعاتي څانگې یو مشر وي او ای ته ویلي دي د سفيرانو د صنعا نه وتلو به په یمن هیڅ اثر نه وي- حوثیین​ یاغیانو د امریکې سفارت خانې یو گاډې په هواېي ډگر په قبضه کې کړې او واېي چې ملگرو ملتونو ته به یې سپاري- گنگوسې دي چې د حوثیین​ یاغیانو په شا د ایران لاس دي او لاره ورته ښاېي- خو د امریکې حکومت یو چارواکې ویلي چې سمد ټکه د دغه خبرې پخلې نه شي کولې-

XS
SM
MD
LG