لاس رسیدونکی لینک

دسائبر سيکورټي گواښونو په اړه دمعلوماتو دشريکولو ډاډگيرنه


، صدر اوباما دزيارت په ورځ کيليفورنيا ته رسيدلى دى.

دامريکا صدر براک اوباما دجمعې په ورځ په هاغه ايگزيکټيو امر دلاسليک کولو اراده لري چې مقصد يې دکمپنو اؤ غيرسرکاري تنظيمونو ترمينځ حکومت اؤ پخپل مينځ کې دسائبرسيکورټي گواښونو په اړه دمعلوماتو شريکول دي.

صدر اوباما به يونيورسټي اف کيلي فورنيا کې دسپينې ماڼۍ له لوري ترسره کيدونکي يو کانفرنس کې دسائبر سيکورټي اؤ دصارفينو دتحفظ په اړه په يو ايگزيکټيو امر لاسليک کوي، صدر اوباما دزيارت په ورځ کيليفورنيا ته رسيدلى دى.

ددې امر لاندې به دامريکا ډيپارټمنټ اف هوم لينډ سيکورټي ته هدايت جاري کولى شي چې دمعلوتو دراکړې ورکړې تنظيمونه دې ديو رضاکارانه معيار لپاره هغوي سره کار وکړي.

دا پرمختگ په سوني پکچر، انټرټينمنټ، اينتهم هيلتهـ انشورنس، ټارگت، هوم ډپو، اى بى اؤ جى پي مورگن چيز باندې دشوؤ لويو هيکنگ حملو څخه وروستو کيږي.

امريکائي حکومت هم ددغو سائبر حملو ښکار شوى چې پکې دسپينې ماڼۍ اؤ خارجه دفتر مهمې کمپيوټرې اؤ دامريکائي سنټرل ملټري کمانډ ټوئټر اؤ يوټيوب اکاؤنټ باندې شوې هيکنگ حملې شاملې دي.

دې کې دځينو حملو تور دروس، چين اؤ شمالي کوريا په هيکرانو لگول شوى.

دروانې اوونۍ په پيل کې سپينې ماڼۍ دهيواد سائبر سلامتۍ ته دپيښو خطرو دتجزيې اؤ تحفظ په اړه دمربوطې تگلارې لپاره ديوې وفاقي ايجنسۍ دقائمولو اعلان کړى ؤ.

داوباما انتظاميې له لوري وفاقي تحقيقاتي ادارې ( ايف بي ائي)، نيشنل سيکورټي ايجنسۍ، ډيپارټمنټ اف هوم لينډ سيکورټي اؤ دنورو وفاقي ادارو له اړخه دسائبر حملو په اړه دمعلوماتو مربوط کولو لپاره دمعلوماتو ديوځايې کووونکي مرکز( سائبر تهريټ انټلي جنس انټيگريشن سينټر) جوړولى شي، دا مرکز به دنيشنل انټلي جنس ډائريکټر په مشرۍ کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG