لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازاوباما رابطې وروستو پاکستاني وزيراعظم ته دمودي فون


 سرچينې وائي چې ددواړو رقيبو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ تر ١٠ؤ منټو په ټيليفون خبرې شوي.
سرچينې وائي چې ددواړو رقيبو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ تر ١٠ؤ منټو په ټيليفون خبرې شوي.

دپاکستان دوزيراعظم نواز شريف اؤ امريکائي صدر براک اوباما ترمينځ په ټيليفون دخبرو اترو کيدو وروستو دهند وزيراعظم نريندر مودي دجمعې په ورځ پاکستاني وزيراعظم ته ټيليفون کړى اؤ ورسره يې په دوه اړخيزه اړيکو اؤ سيمه کې دامن وامان دصورتحال په گډون په مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

سرچينې وائي چې ددواړو رقيبو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ تر ١٠ؤ منټو په ټيليفون خبرې شوي.

دريډيو پاکستان ترمخه په دغه موقع دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وويل چې پاکستان هند سره دټولو ستونزو دمذاکراتو په ذريعه هوارى غواړي.

نواز شريف دهند وزيراعظم ته وويل چې پاکستان خپلو ټولو گاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي اؤ زياته يې کړه چې دسيمې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان اؤ هند ترمينځ مذاکرات مهم دي.

له دې وړاندې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف په امريکائي صدر براک اوباما واضحه کړې چې دهغه هيواد هند ته دملگرو ملتونو په امنيتي شورا کې دمستقل غړيتوب ورکولو دوړانديز مخالف دى اؤ داسې کوم گام به نۀ شي منلى.

دوزيراعظم ددفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه صدر براک اوباما دخالي په شپه وزيراعظم نواز شريف ته ټيلي فون کړى اؤ دهند دخپلې اوسنۍ دورې څخه يې هغه خبر کړى.

دبيان ترمخه وزيراعظم نواز شريف په صدر اوباما واضحه کړه چې هند دکشمير په اړه دملگرو ملتونو دقراردادونو خلاف ورزي کړې ځکه دغه هيواد دامنيتي شورا مستقل غړى جوړيدل نۀ دي پکار.

امريکائي صدر براک اوباما تيره مياشت دهند دوره کړې وه چې پکې هغه دملگرو ملتونو امنيتي شورا کې دهند دمستقل غړيتوب دملاتړ اعلان کړى ؤ.

براک اوباما دامريکا لمړى صدر دى چې دخپل صدارت په موده کې يې دوه ځله دهند سرکاري دوره کړې ده.

دوزيراعظم دايوان څخه دجاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم امريکائي صدر سره خبرو کې دپاکستان نيوکلئير سپلا ئر گروپ کې دشامليدو معامله هم راپورته کړه.

دبيان ترمخه ددواړو مشرانو ترمينځ تر نيمې گينټې ټيليفوني خبرې وشوې چې پکې دسيمې په صورتحال اؤ ددوه اړخيزه خوښۍ په چارو خبرې وشوې.

دبيان ترمخه وزيراعظم امريکائي صدر دضرب عضب اپريشن دتفصيلاتو څخه هم خبر کړو اؤ صدر اوباما دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دپاکستان دهڅو اؤ شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ستائينه وکړه.

واشنگټن کې دسپينې ماڼۍ څخه جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي دي چې صدر اوباما اؤ ميا نواز شريف دپاک امريکا اړيکو نورو مضبوطولو اؤ اؤ دپاکستان اؤ سيمې دباثابته کولو، محفوظو اؤ پرمخ تللې جوړولو لپاره په گډه په کار کولو اتفاق وکړو.

دبيان ترمخه صدر اوباما پاکستاني وزيراعظم سره دهند پخپله اوسنۍ دوره خبرې وکړې اؤ وې وئيل چې امريکا ددواړو هيوادونو ترمينځ دخپلو اړيکو دښه کيدو دټولو هڅو ملاتړ کوي.

دسپينې ماڼۍ دبيا ترمخه صدر اوباما دپاکستان اؤ افغانستان اړيکو کې دښه والي هرکلى وکړو اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره يې دپاکستان دهڅو ستائينه وکړه، دواړو مشرانو راتلونکي کې په ليدنه هم اتفاق کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG