لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مُلا فضل الله به ډير زر ونيول شي،جنرل عاصم باجوه


 يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل اپريشن په کاميابۍ سره روان اؤ زياته يې کړه چې خيبرايجنسۍ کې هم دخيبرون په نوم عمليات په کوټلې توگه دوام لري.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل اپريشن په کاميابۍ سره روان اؤ زياته يې کړه چې خيبرايجنسۍ کې هم دخيبرون په نوم عمليات په کوټلې توگه دوام لري.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه دعوه کړې چې دتيرکال راهسې روانو عملياتو ضرب عضب کې دشمالي وزيرستان يوه لويه برخه ترهه گرو څخه پاکه کړل شوې.

يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل اپريشن په کاميابۍ سره روان اؤ زياته يې کړه چې خيبرايجنسۍ کې هم دخيبرون په نوم عمليات په کوټلې توگه دوام لري.

دپيښور دسکول دحملې په اړه هغه وويل ددغه حملې امر دتحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله کړى ؤ، هغه هغه وويل عمر امير داپريشن ذمه واري اخستې وه اؤ حاجي کامران داپريشن مشري کړې وه.

هغه وويل مُلا فضل الله اؤ انرگزيب چې دعمر امير په نوم شهرت لري اوس په افغانستان کې دي اؤ هغوي به ډير زر ونيول شي، استخباراتي ايجنسۍ لړ کې کار کوي.

هغه وويل مُلا فضل الله يو ياد ترهه گر دى، دهغه په نيولو اؤ پاکستان ته په سپارلو افغان مشرانو سره خبرې کيږي اؤ هيله لرو چې دې لړ کې به دهغوي څخه يو چټک ځواب ترلاسه کړو.

ډي جي ائي ايس پي ار وويل دپيښور په سکول دحملې لپاره يو تندروه کمانډر حضرت علي پيسې راټولې کړې وې، هغه وويل ترهه گرو دسکول سره نزدې ديو مقامي مُلا په کور کې مرکز جوړ کړى ؤ.

هغه وويل دټي ټي پي پشان دلويې تنظيم چلولو اؤ ددې دبرقاره ساتلو لپاره دپيسو ساتل دنړيوال فنډنگ څخه پرته ممکن نۀ دي.

هغه وويل په پوځي عدالتونو کې په ترهه گرو دمقدمو چلولو قانوني عمل شروع شوى، پوځي عدالتونو ته ١٢ کيسونه ترلاسه شوي اؤ زياته يې کړه چې هغوي ټول خطرناک ترهه گر دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG