لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما دداعش په ضد کانگريس څخه دپوځي طاقت داستعمال منظوري غوښتې


 کانگريس ته ليږل شوي يو خط کې امريکائي صدر وئيلي دي چې” دپوځي طاقت داستعمال په اړه ، زۀ دکانگريس ددواړو ايوانونو استازو دملاتړ دترلاسه کولو هڅو کې ژمن يم“
کانگريس ته ليږل شوي يو خط کې امريکائي صدر وئيلي دي چې” دپوځي طاقت داستعمال په اړه ، زۀ دکانگريس ددواړو ايوانونو استازو دملاتړ دترلاسه کولو هڅو کې ژمن يم“

دامريکا صدر براک اوباما دشورو په ورځ دتندروه ډلې دولت اسلاميه په ضد کيمپئن کې دپوځي طاقت داستعمال لپاره کانگريس ته يو خواست ليږلى دى اؤ په قانون سازانو يې زور راوړى چې نړۍ ته وښائي چې مونږ دخطرې دمخنيوي پخپله اراده کې يو موټى يو ، صدر اوباما وئيلي دي چې دولت اسلاميه به دبائيلات سره مخ کيږي.

کانگريس ته ليږل شوي يو خط کې امريکائي صدر وئيلي دي چې دپوځي طاقت داستعمال په اړه ، زۀ دکانگريس ددواړو ايوانونو استازو دملاتړ دترلاسه کولو هڅو کې ژمن يم

ددغه وړانديز کړل شوې منظورۍ ترلاسه کيدو سره به پوځي کارروايۍ دريوؤ کلونو پورې محدودې کړل.

امريکائي صدر دامريکا يوې بلې ځمکنۍ جگړې ته دورديکه کولو په ضد خبردارى ورکړى اؤ په قانون سازانو يې ديو والي دڅرگندونې غږ کړى دى.

دسپينې ماڼۍ څخه دوينا په مهال امريکائي صدر وويل تيروتنه مۀ کوئ، دا يو سخت مشت دى، اؤ دا به تر يو څه وخته پورې گران وي، ددې ترهه گرو بې ځايه کولو کې به وخت لگي

هغه وويل زمونږ ائتلاف مضبوط دى، زمونږ مقصد انصاف دى اؤ زمونږ مشن به کاميابيږي

کانگريس ته دپوځي طاقت داستعمال په اړه دليږل شوې مراسلې په اړه صدر اوباما وويل چې دا دعراق يا افغانستان پشان ديوې بلې ځمکنۍ جگړې اجازه نۀ ده، لکه څنگه چې ما مخکې وئيلي وؤ، زۀ باوري چې امريکا ته په مينځني ختيز کې ځان يوې بلې اوږدې ځمکنۍ جگړې ته نۀ دي ورديکه کول پکار، دا زمونږ دقومي سلامتۍ په گټه نۀ ده، هغه وويل دا ديوې نۀ ختميدونکې جگړې په لوري اشاره نۀ ورکوي

دهغه وينا وه دکانگريس څخه ملاتړ به دا مضبوط پيغام وليږي چې امريکا پخپل مخالفت کې يو موټى ده

دصدر اوباما دوړانديز کړل شوې اجازت نامې لپاره به دامريکائي کانگريس داستازو دايوان اؤ سينيټ دواړو څخه منظوري پکار وي.

امريکا دتيرکال راهسې دنورو هيوادونو په ملگرتيا دداعش په ضد فضائي حملې ترسره کوي.

په ٢٠٠٢ کې په عراق دبريد څخه دمخه دپخواني صدر جارج ډبليو بُش څخه راپديخوا دا لمړى ځل دى چې يو امريکائي صدر کانگريس څخه دپوځي طاقت داستعمال منظوري غوښتې.

ددې قانون سازۍ صورت کې به ښاغلي اوباما ته شام اؤ عراق کې دامريکا په مشرۍ دبين المللي ائتلاف له لوري ددداعش دهدفونو په ضد دفضائي کارروائيو جواز ترلاسه شي اؤ دا به دداسې طرز دستاويز کوم چې په ١١م ستمبر دنيويارک ښار اؤ واشنگټن کې دشوؤ ترهه گريزو حملو څخه وروستو پخواني صدر جارج ډبليو بُش کانگريس څخه منظور کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG