لاس رسیدونکی لینک

دچين دبهرنو چارو وزير اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر رسيدلى


بيان کې وئيل شوي دي چې خبرو اترو کې به ددوه اړخيزو اړيکو د ټولو اړخونو، چې پکې به ځانگړى پام سياسي، سټريټجک اؤ اقتصادي مرستې لوري ته وي، جاج اخستل کيږي.

دچين دبهرنو چارو وزير وانگ يي دزيارت په ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر رسيدلى اؤ په دغه مهال به هغه پاکستاني مشرانو سره په داقتصتادي اؤ تجارتي مرستې په وده اؤ سيمه ييزو چارو خبرې اترې کوي.

دپاکستان دخارجه دفتر څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه دخپلې دغه دورې په مهال به دچين خارجه وزير، څوک چې ديو اتۀ کسيز هيئت مشري په غاړه لري، دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ، صدر ممنون حسين اؤ وزيراعظم خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز سره ليدنې کوي.

بيان کې وئيل شوي دي چې خبرو اترو کې به ددوه اړخيزو اړيکو د ټولو اړخونو، چې پکې به ځانگړى پام سياسي، سټريټجک اؤ اقتصادي مرستې لوري ته وي، جاج اخستل کيږي.

دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې پاکستان چين سره خپل جامع سټريټجک شراکت دارۍ ته زيات ارزښت ورکوي اؤ دغه شان دلوړې کچې دورې دپاکستان اؤ چين دحکومتونو اؤ اولسونو ترمينځ دپائيداره اؤ ازميښت شوؤ اړيکو يوه باقاعده خوبي ده.

بيجنگ اؤ اسلام اباد به دچين دخارجه وزير ددغه دورې په مهال سږکال دمارچ په مياشت کې پاکستان ته دچين دصدرشي جنگپنگ دامکاني دورې نيټو ته غوڅ شکل ورکوي.

ددغه دورې په مهال دپاکستان دبهرنو چارو وزارت اؤ په اسلام اباد کې دچين سفارت خانه دپاکستان اؤ چين ددوستانه تبادلو ديوې دستورې شريکه ميلمستيا هم کوي.

XS
SM
MD
LG