لاس رسیدونکی لینک

د ناقرارۍ په وجه امريکا اؤ برطانيې يمن کې خپلې سفارت خانې وتړلې


دامريکا خارجه محکمې دنهې په ورځ اعلان کړى چې دسفارت خانې عمله يې ديمني پلازمينې صنعاء نه منتقل شوې اؤ برطانيې دشورو په ورځ وئيلي چې عمله يې راوتلې ده.

امريکا اؤ برطانيې يمن کې دسلامتۍ دخراب صورتحال له امله دغلته پخپلو سفارت خانو کې هلې ځلې ځنډولي دي.

دامريکا خارجه محکمې دنهې په ورځ اعلان کړى چې دسفارت خانې عمله يې ديمني پلازمينې صنعاء نه منتقل شوې اؤ برطانيې دشورو په ورځ وئيلي چې عمله يې راوتلې ده.

دخارجه محکمې وياندې جين ساکي په يو بيان کې وئيلي دي چې داوسنو يو اړخيزو کارروائيو له امله يمن کې دسياسي انتقال عمل گډوډ شوى چې ورسره دا خطره پيدا شوې چې تشدد به يمنيانو اؤ صنعاء کې سفارتي ټولنې ته گواښ راولاړ کړي اؤ زياتوي چې امريکا په سختۍ سره دهاغو يمنيانو په ملاتړ ژمنه ده چې ديو پرامنه، خوشحالۍ اؤ متحد يمن لپاره يې کار دوامداره ساتلى،” ځمکنى صورتحال چې ښه شي نو مونږ به صنعاء ته دستنيدو دچارو جاج واخلو“

دواړو هيوادونو خپلو اولسي وگړو ته مشوره ورکړې چې يمن ته دې سفر نۀ کوي اؤ کوم وگړي چې په دغه هيواد کې دوړاندې څخه موجود دي هغوې دې اووځي.

يمن کې دتيرو څو مياشتو راهسې سياسي بې ثباتي ده، تيره مياشت شيعه ياغيانو دصدر عبد ربو منصور هادي په کور قبضه کړې وه چې په نتيجه کې هغه اؤ دهغه کابينه مستعفي شوې وه.

ياغيانو دتيرې جعې په ورځ خپله قبضه ختمه اؤ اعلان وکړ چې هغوي پارلمان مات کړى اؤ ديمني چارو چلولو لپاره يو نوى صدارتي کونسل جوړوي.

پينټاگون کې يو وياند دنهې په ورځ منلې وه چې ديمن سياسي ناقراري دترهه گرۍ په ضدامريکائي توانونه اغيزمن کوي خو وئيلي يې وؤ چې امريکائي پوځ اوس هم ځينو يمني عسکرو ته تربيت ورکوي اؤ په دغه هيواد کې اوس هم دالقاعده دجنگيالو په ضد عمليات ترسره کولى شي.

XS
SM
MD
LG