لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوکرين کې جگړه روانه ده،مشران په امن پلان خبرو ته چمتو


 دياغيانو دچارواکو، ايمرجنسي اؤ عملې ترمخه د ياغيانو لخوا نيول شوي ختيز ښار Donetsk دوه کسان هاغه وخت ووژل شوله کله چې دبسونو په يوه اډه گوله ولگيده
دياغيانو دچارواکو، ايمرجنسي اؤ عملې ترمخه د ياغيانو لخوا نيول شوي ختيز ښار Donetsk دوه کسان هاغه وخت ووژل شوله کله چې دبسونو په يوه اډه گوله ولگيده

دشورو په ورځ يوکرين کې خونړۍ جگړه روانه ده اؤ په دغسې صورتحال کې ديوکرين، روس ، فرانس اؤ جرمني چارواکي ددغه لانجې په اړه ديوې غونډې کولو تياري کوي، دغه جگړه کې دتيرکال داپريل دمياشتې راهسې تر دې مهاله 5300 کسان وژل شوي دي.

دياغيانو دچارواکو، ايمرجنسي اؤ عملې ترمخه د ياغيانو لخوا نيول شوي ختيز ښار Donetsk دوه کسان هاغه وخت ووژل شوله کله چې دبسونو په يوه اډه گوله ولگيده، عسکري چارواکي وائي چې د Debaltseve سره نزدې دياغيانو حملو کې لږ ترلږه ١٩ عسکر وژل شوي اؤ ٧٨ نور ژوبل شوي دي.

دشورو په ورځ بيلاروس کې دخبرو اترو څخه دمخه ديوکرين صدر پيټرو پوروشينکو دڅلورو هيوادونو دغه غونډه دهغه دهيواد دځواکونو اؤ روسي پلوه بيلتون خوښو ترمينځ دجگړې دختميدو دوروستو موقعو څخه يوه گڼلې ده.

سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې صدر براک اوباما روسي صدر ولاديمير پيوټن سره دټيليفون له لارې رابطه کړې اؤ په هغه يې غږ کړى چې ديوکرين لپاره دې دامن دتړون ملاتړ وکړي.

يوکرين اؤ لويديز هيوادونه په روس دخپلو پوځونو ليږلو اؤ ياغيانو ته دوسلې ورکولو تورونه لگوي خو روس دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG