لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا حکومت اؤ دتښتول شوې ملر کورنۍ دهغې دمړينې پخلى کړى


امريکائي صدر براک اوباما دهغې دمجرمانو دتعقيب کولو ژمنه کړې ده.
امريکائي صدر براک اوباما دهغې دمجرمانو دتعقيب کولو ژمنه کړې ده.

دتندروه ډلې دولت اسلاميه لخوا ددې دعوې وروستو چې په يوه فضائي حمله کې امريکائي امدادي کارکوونکې وژل شوې ،امريکائي چارواکو اؤ دکورنۍ غړو پخلى کړى دى چې شام کې تښتول شوې امريکائي ښځه مړۀ شوې ده.

امريکائي صدر براک اوباما دهغې دمجرمانو دتعقيب کولو ژمنه کړې ده.

امريکائي چارواکي وائي چې دملر کورنۍ ته تيره اوونۍ دتښتوونکو څخه يو اي ميل اؤ فوټوګراف ترلاسه شوى ؤ دکوم په نتيجه کې چې امريکائي استخباراتو دا تعين وکړو چې هغه وژل شوې ده.

تندروه ډلې دولت اسلاميه دتيرې جمعې په ورځ وئيلي وؤ چې ٢٦کلنه ملر داردن په هاغه فضائي حمله کې وژل شوې وه کومه چې دشام په رقه سيمه کې په يوه ودانۍ ترسره شوې وه وه اؤ هم په دغه ودانۍ کې ملر هم ساتل شوې وه.

خو امريکائي اؤ داردن چارواکو ددولت اسلاميه لخوا دهغې دمرګ دعلت په اړه په شوؤ دعوؤ شکونه څرګند کړي دي.

دسپينې ماڼۍ لخوا جاري شوي يو بيان کې امريکائي صدر براک اوباما وئيلي دي چې دا هيڅ خبره نۀ ده چې څومره موده به اخلي ، خو امريکا به دکايلا دبند اؤ مرګ ذمه وار ترهه ګر لټوي اؤ دقانون منګولو ته به يې راکش کوي.

تيره کال صدر اوباما ددولت اسلاميه دمرکزونو په ضد دفضائي حملو امر کړى ؤ اؤ امريکا په عراق اؤ شام کې ددغه ډلې په ضد دنړيوال ائتلاف مشري کوي.

رائټرز دملر دحالاتو نه دنزدې نه دخبر سلامتۍ په اړه ددوؤ امريکائي چارواکو له خُلې وئيلي دي غالب امکان دا دى چې هغه په داسې جنګي صورتحال کې وژل شوې چې پکې دهغې تښتونکي دهغې په محفوظه توګه دساتلو جوګه نۀ وؤ.

دجمعې په ورځ چې دولت اسلاميه دملر دمړينې اعلان هم وکړو ، نو دهغې کورنۍ هيله کوله چې هغه به ژوندۍ وي.

دهغې کورنۍ په لاس ليکل شوى يو خط هم جاري کړى چې دهغوي په وينا دا ورته تير پسرلي کې ملر ليکلى ؤ، په دغه خط کې هغې وئيلي وؤ چې هغه په يو محفوظ مقام موجوده ده، بيخي روغه رمټه اؤصحت منده ده اؤ ورسره دزيات درناوي اؤ رحم سلوک کيږي خو دخپلې کورنۍ غړو ته په اشارې کولو سره يې وئيلي چې دهغوي خيال يې په ژړا کوي.

دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي دي چې امريکائي استخباراتي تجزيه کارو دا تعين نۀ دى کړى چې دکال ٢٠١٣م داګست په مياشت کې تښتول شوې ٢٦ کلنه کايلا ملر کله اؤ څنګه مړۀ شوې.

امريکائي امدادي کارکوونکې کايلا جين ملر دايريزونا پوهنتون څخه گريجويشن کړى ؤ اؤ هغه کال ٢٠١٢م کې دترکي اؤ شام په پوله دپناه اخستونکو لپاره دکار په غرض تللې وه ، هغه دشام حلب ښار څخه تښتول شوې وه.

ارنسټ وائي چې په شپږمه فرورۍ دشام په رقه ښار کې يوه فضائي حمله دامريکا په مرستې سره ترسره شوې وه خو کومه سيمه چې په نخښه کړل شوې وه په هغې کې داولسي وګړو دموجودګۍ ثبوت نشته کوم چې به يقيناً دداعش لخوا په شوؤ دعوؤ پوښتنې راولاړوي.

وياند وئيلي دي چې دهغې دمرګ دوجې څخه قطع نظر پرته له کومې پوښتنې څخه دهغې دمرګ ذمه وار تندروه ډله داعش ده، دا هاغه ډله چې هغه يې دخپلې مرضۍ خلاف نيولې وه اؤ ددې مطلب دا دى چې هغوي دهغې دتحفظ اؤ خيرښيګړې ذمه وار دي اؤ ځکه هغوي دهغې دمرګ ذمه وار دي.

دقومي سلامتۍ دکونسل ښځينه ويانده برنادت ميهان وائي چې دملر دکورنۍ غړو په شخصي توګه ددولت اسلاميه دتښتونکو څخه تيره اوونۍ پيغامونه ترلاسه کړي وؤ چې پکې اضافي معلومات وؤ انټلي جنس کميونټۍ ددې معلوماتو پخلى کړى اؤ دې نتيجې ته رسيدلې چې کايلا مړۀ شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG