لاس رسیدونکی لینک

ديوکرين په صورتحال دصدراوباما اؤ پيوټن رابطه


امريکائي صدر براک اوباما روسي صدر ولاديمير پيوټن ته خبردارى ورکړى چې که چرې روس يوکرين کې خپل جارحانه گامونه( چې پکې پوځونه ليږل، وسله ورکول اؤ دبيلتون خوښو مالي مرسته شامل دي) دوامداره وساتي نو ورته به ددې نتيجې زغمل وي.

سپينه ماڼۍ وائي چې امريکائي صدر براک اوباما دنهې په ورځ روسي صدر ولاديمير پيوټن سره په ټيليفون خبرې کړې، دغه تماس کې ختيز يوکرين کې دتشدد څخه په ډک صورتحال اؤ دغلته دروس له لوري بيلتون خوښو تندلارو ته په ورکړل کيدونکو مرستو خبرې اترې شوي دي.

امريکائي صدر براک اوباما روسي صدر ولاديمير پيوټن ته خبردارى ورکړى چې که چرې روس يوکرين کې خپل جارحانه گامونه( چې پکې پوځونه ليږل، وسله ورکول اؤ دبيلتون خوښو مالي مرسته شامل دي) دوامداره وساتي نو ورته به ددې نتيجې زغمل وي.

يوکرين اؤ لويديز هيوادونه په روس دخپلو پوځونو ليږلو اؤ ياغيانو ته دوسلې ورکولو تورونه لگوي خو روس دغه تورونه ردوي.

صدر اوباما پخپل روسي سيال زور راوړى چې ديوکرين دشخړې دپرامنه هواري لپاره دې دخبرو اترو دتازه موقعې څخه گټه ترلاسه کړي.

روسي صدر دشورو په ورځ فرانس، جرمني اؤ ديوکرين مشرانو سره بيلاروس کې کيدونکې غونډه کې ليدنه کوي.

يوکرين کې دتير اپريل څخه جگړه روانه ده چې پکې خواؤشا پينځه نيم زره کسان وژل شوي اؤ اوسنو ورځو کې داولسي وگړو په وژنه کې زياتوالى راغلى.

دشخړې دهواري لپاره دمرکزي سرمشريزې غونډې څخه دمخه دنهې په ورځ دختيز يوکرين ښار کراماتورسک باندې راکټونه پريوتي چې نخښه يې دروسي پلوه بيلتون خوښو دپوځي عملياتو هيډکوارټر اؤ داوسيدو ځائيونه وؤ.

ديوکرين دقومي سلامتۍ اؤ دفاع دکونسل سکتر، اليک سندر ترچنوف وئيلي دي چې دابتدائي معلوماتو ترمخه په کراماتورسک دياغيانو له لوري شوؤ راکټي حملو کې ١٥ کسان مړۀ شوي اؤ ٦٣ نور ژوبل شوي چې پکې پينځه ماشومان هم شامل دي.

ديوکرين خارجه وزارت دوروستي تشدد ذمه وار روسي پلوه بيلتون خوښي گڼلي.

د دونيسک سيمه ايزې انتظاميې اطلاع ورکړې چې ژوبل شوؤ کې د٣٢ؤ کسانو تعلق پوځ سره دى څوک چې په يوه هوائي اډه دلگيدلي راکټ ښکار شوي.

صدر پيتروشنکر ديوکرين پارليمان ته وئيلي دي ېچ په کراماتورسک ددوؤ اړخونو څخه بريد شوى، يو بريد کې ختيز يوکرين کې موقعيت لرونکى دترهه گرۍ دکارروايۍ هيډکوارټرز په نخښه کړل شوى اؤ بله کې دښار داوسيدو سيمه په نخښه کړل شوې.

له دې وړاندې دنهې په سحر ديوکرين صدارتي مشير، يوري بريوکوف وئيلي وؤ چې په پوځي هيډکوارټر بريد کې دوه پوځيان وژل شوياؤ نهه نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG