لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: په دوه کاله موده کې د غېرت په نوم ۹۳۳ کسان وژل شوي


د بشري حقونو تنظيمونه وايي پاکستان کې د غېرت په نوم وژنو کې زياتره زنانه په نخښه کيږي ،

پاکستان کې په تېرو دوه کالونو کې د غېرت په نوم ۹۳۳ کسان وژل شوي دي ، په دغو پېښو کې چې ۸۳ کسان غېرمسلمه هم وژل شوي زياتره پېښې د ملک په سندهـ صوبه کې رامنځته شوي دي .

د قانون د وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړی شوي رپورټ کې وئيل شوي چې په کال ۲۰۱۳م کې په ټول ملک کې ۴۵۶ او په ۲۰۱۴م کې ۴۷۷ کسان د غېرت په نوم وژل شوي ، او په دغې ټوله شمېره کې ۶۰۲ کسان يواځې په سندهـ صوبه کې د غېرت په نوم په نخښه کړی شوي دي .

د رپورټ ترمخه کال ۲۰۱۳م کې سندهـ صوبه کې ۳۱۵، پنجاب کې ۶۶، خېبرپښتونخوا کې ۴۷ او بلوچستان صوبه کې ۲۸ کسان د غېرت په نوم وژل شوي دي .

دغه رنگ ۲۰۱۴م کال کې ټوله شمېره ۴۷۷ رپورټ شوې ، چې پکې ۲۸۷ کسان سندهـ ، ۸۰ پنجاب، ۷۸ خېبرپښتونخوا او ۳۲ په بلوچستان کې د غېرت په نوم وژل شوي دي .

رپورټ کې وئيل شوي په تېر دوه کاله موده کې په غېرمسلمو کې د غېرت په نوم تر ټولو زياتې وژنې په سندهـ صوبه کې رامنځته شوي چې شمېره يې ۴۶ ده ، پنجاب کې ۱۷، بلوچستان کې ۱۱ او خېبرپښتونخوا کې نهه غېرملسمه وژل شوي دي .

د بشري حقونو تنظيمونه وايي پاکستان کې د غېرت په نوم وژنو کې زياتره زنانه په نخښه کيږي ، او د قانون د وزارت لخوا د وړاندې کړی شوې شمېرې په اړه وئيل کيږي چې دغه شمېره ډېره کمه ښکاره کړی شوې ده .

د بشري حقونو تنظيمونه وايي د غېرت په نوم د وژنو ډېرې کمې پېښې رپورټ کيږي ، ډېرې پېښې رپورټ هم نه شي .

پوهان وايي په ملک کې د تشدد دمخنيوي او غېرت په نوم وژنو ضد څه خو قانونونه نشته ، او که څه شته هم نو په هغې عمل نه کيږي ، ځکه دغه ناوړه عمل دوام لري .

XS
SM
MD
LG