لاس رسیدونکی لینک

مصر: دفټ بال سټيډيم نه بهر نښته کې ۲۵ کسان وژل شوي دي


پوليس چارواکو وئيلي ، چې سټيډيم ته د وراوختونکو د شړلو دپاره يي اوښکې بيؤنکی گېس کارولی دی .

د مصر په پلازمينه قاهره کې د فټ بال د مېچ په مهال د گراؤنډ نه بهر د يو ټيم د پلويانو او پوليسو ترمينځ نښته کې ۲۵ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا دغه پېښه د اتوار په شپه د فټ بال د دوه ځايي ټيمونو د مېچ په مهال رامنځته شوې ده .

پوليس چارواکو وئيلي ، چې د "زماليک" نومې فټ بال کلب او " اينپي" ټيم ترمينځ د قاهرې په ائيرډيفنس اسټيډيم کې د مېچ ليدو دپاره د "زماليک" په سلگونو پلويان راجمع شوي وو .

د مصرد داخله وزارت لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د فټ بال کلب پلويانو په زورسټيډيم ته د ننوتو هڅه کوله ، او په دروازو ورختل چې په حفاظت مامورو اهلکارو د دويې شاته کولو په موخه کاروايي کړې ده .

پوليس چارواکو وئيلي ، چې سټيډيم ته د وراوختونکو د شړلو دپاره يي اوښکې بيؤنکی گېس کارولی دی .

بل لور ته د زماليک فټ بال د پلويانو تنظيم د وژل شوؤ ۲۲ کسانو فهرست جوړ کړی او وئيلي يي دي وژل شوي ټول عام کسان دي .

چارواکو پېښه کې د وژنو زياتېدو اندېښنه څرگند کړی ده .

مصر کې له دې وړاندې هم د فټ بال مېچونو په مهال د تشدد پېښو کې مرگ ژوبلې رامنځته شوي دي .

په کال ۲۰۱۲م کې د يو مېچ په مهال د لوبېدونکو دواړو ټيمونو د پلويانو ترمينځ نښته کې د دواړو خواؤ نه ۷۴ کسان وژل شوي وو .

XS
SM
MD
LG