لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي :چاؤدنه کې د امن لښکر درې غړې وژل شوي


د خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې تېره اوونۍ هم د حکومت پلوه توحيدالاسلام نومې ډلې په مرکزهم بمي چاؤدنه شوې وه ، او په هغې کې هم درې کسان وژل شوي وو .
د خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې تېره اوونۍ هم د حکومت پلوه توحيدالاسلام نومې ډلې په مرکزهم بمي چاؤدنه شوې وه ، او په هغې کې هم درې کسان وژل شوي وو .

د پاکستان قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې بمي چاؤدنه کې د امن لښکر درې رضا کار وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي ، بل لور ته په اورکزو ايجنسۍ کې د جينکو يو سکول په بمونو الوځول شوی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه د خېبرايجنسۍ د تيراه سيمې په نري بابا علاقه کې نن د اتوار په ورځ د امن لښکر د رضار کارو په مرکز کې بمي چاؤدنه کې درې رضا کار وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي .

منگل باغ وسله واله ډلې د پېښې زمه واري په غاړه اخيستې ده .

د خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې تېره اوونۍ هم د حکومت پلوه توحيدالاسلام نومې ډلې په مرکزهم بمي چاؤدنه شوې وه ، او په هغې کې هم درې کسان وژل شوي وو .

د دغې پېښې زمه واري هم د منگل باغ ډلې وياند صلاح الدين ايوبي قبوله کړې ، او وئيلي يې ؤ توحيدالاسلام ډله د حکومت پلوي ده او دويې به يې په ضد عمليات جاري ساتي .

بل لور ته په کوزه اورکزه ايجنسۍ کې د جينکو يو سرکاري سکول په بمونو الوځول شوی دی .

د اورکزۍ ايجنسۍ د چارواکو په وينا دغه پېښه تېره شپه د بېنزوټ په علاقه کې رامنځته شوې ده ، او د جينکو سرکاري مډل سکول په بمونو الوځول شوی دی ، د چارواکو په وينا د بارودي موادو په چاؤدنو کې د سکول څلور کمرې په مکمله توگه او څلور نورې نيمي تباه شوي دي .

اورکزۍ ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم د يو کالج په گډون يو شمېر سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي دي .

د شمېرو ترمخه خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې تراوسه پورې خواؤشا ۱۳۰۰ سکولونه په بمونو الوځول شوي ، او د زياترو زمه واري طالبانو قبوله کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG