لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمدحفيظ هم د ورلډکپ سکوارډ نه بهرشو


د حفيظ په ځايې ناصر جمشېد د ورلډکپ په سکوارډ کې شامل کړی شوی دی
د حفيظ په ځايې ناصر جمشېد د ورلډکپ په سکوارډ کې شامل کړی شوی دی

د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م دپاره د پاکستان کرکټ ټيم يو بل تکړه لوبغاړی محمدحفيظ د ژوبلېدو وروستو د ورلډکپ د سکوارډ نه بهر شوی ، او د هغه په ځايې ناصرجمشېد ټيم ته راوستل شوی دی . له دې وړاندې تېزباؤلر جنېدخان هم د ژوبلېدو وروستو د ټيم نه بهرشوی ؤ .

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن شهريار خان وايي ، د محمدحفيظ په جوړېدو کې به يوه مياشت وخت ولگي .

ميډيا سره خبرو کې نوموړي ووئيل د حفيظ په ځايې د ناصرجمشېد په ټيم کې د شاملو پخلی وکړو او زياته يې کړه د ائي سي سي د اجازت نه وروستو به ناصرجمشېد لېږلی شي .

د پاکستان کرکټ ټيم سينئر لوبغاړی او اوپنر بېټسمېن محمدحفيظ د پرېکټس په مهال ژوبل شوی ، او ډاکټرانو ورته د درې اوونو دپاره د ارام کولو وئيلي دي .

له دې وړاندې د کرکټ نړيوال کونسل (ائي سي سي ) د محمدحفيظ بالنگ اېکشن مشکوک گرځولی او په هغه د بالنگ بندېز لگول شوی ؤ .

نوموړي په ۱۵۵ يو ورځنو مېچونو کې د ۳۱.۱۰ اوسط سره ۴۵۴۲ رنزونه جوړ کړي چې پکې نهه سنچريانې (سل رنزونه) هم شامل دي .

د حفيظ په ځايې ناصر جمشېد د ورلډکپ په سکوارډ کې شامل کړی شوی ، او هغه په ۴۵ يو ورځنو مېچونو کې د ۳۳.۶۴ اوسط سره ۱۴۱۳ رنزونه جوړ کړي دي .

د کرکټ نړيوال کپ دپاره د پاکستان اعلان شوي کرکټ ټيم نه جنېدخان هم د ژوبلېدو وروستو د سکوارډ نه بهر شوی ؤ . او د هغه په ځايې راحت علي په ټيم کې شامل کړی شوی دی .

د کرکټ پوهان سينئر لوبغاړي جنېدخان او محمدحفيظ د ورلډکپ سکوارډ نه بهر کېدل د پاکستاني ټيم دپاره تاوان گڼي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG