لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا پوليس به افغان کډوال نه ځوروي


د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو دپاره جوړې ادارې يو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې دا وخت ۱.۷ ملينه کډوال رجسټرډ دي ،
د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو دپاره جوړې ادارې يو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې دا وخت ۱.۷ ملينه کډوال رجسټرډ دي ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبه کې د حکومتي واکمنه گوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې مشر عمران خان د افغانستان سفير جانان موسی زي ته باور ورکړی ، چې د خېبرپښتونخوا پوليس به په صوبه کې مېشت افغان کډوال نه ځوروي .

اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسی زي د خالي په ورځ د پي ټي ائي مشر عمران خان او د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پروېزخټک او د صوبې سيکرټري سره ليدلي دي ، او په خېبرپښتونخوا صوبه کې د مېشتو افغان کډوالو سره اړونده مسلو باندې يې ورسره خبرې اترې کړي دي .

او په دغې مهال د صوبايي حکومت د واکمنه گوند مشر افغان سفير ته باور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا پوليس به افغان کډوال نه ځوروي .

راپورونه وايي په دغې ليدنه کې دواړه فريقه په دې خبره صلاح شوي دي ، چې پېښور کې د افغان قونصل جنرل او د صوبايي حکومت د چارواکو يو گډ فورم به جوړولی شي او هغه به د افغان کډوالو سره اړونده ټولو مسلو باندې ليدنې او خبرې اترې کوي .

د عمران خان او صوبې د چارواکو سره په ليدنه کې افغان سفير جانان موسی زي د لسيزو راهسې د افغان کډوالو په مېلمستيا د پاکستان د خلکو او حکومت مننه کړې ، او راپورونه وايي نوموړي پروېزخټک ته د افغانستان د سفر بلنه هم ورکړې ده .

د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو دپاره جوړې ادارې يو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې دا وخت ۱.۷ ملينه کډوال رجسټرډ دي ، او په دغو کډوالو کې زيات په خېبرپښتونخوا صوبه کې مېشت دي .

پېښور کې د دسمبر په ۱۶م نېټه آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو د خونړي بريد وروستو د صوبې اعلي وزير پروېز خټک وئيلي ؤ ، چې افغان کډوال د صوبې نه وويستی شي ، او يا دې د کډوالو کېمپونو ته رايوځايې کړی شي .

د وزيراعلي د بيان مخې ته راتلو وروستو ېو اېن اېچ سي ار وئيلي ؤ، افغان کډوال څوک په زور د ملک نه نه شي ويستی .

د پېښور د پېښې وروستو چې حکومت د ترهگرۍ په ضد ملي تگ لاره جوړه کړی شوې ده ، او د هغې لاندې هم په ټول ملک کې گرفتارۍ په عمل کې راوستل شوي دي راپورونه وايي په دغو کسانو کې يو شمېر افغان کډوال هم نيول شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG