لاس رسیدونکی لینک

پوځي عدالتونو ته اوريدنې لپاره ١٢ مقدمې وليږل شوې،جنرل عاصم


دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ډائريکټر جنرل ميجر جنرل عاصم سليم باجوه دخالي په ورح يو بيان کې وئيل شوي دي چې دصوبائي حکومتونو اړونده کميټو دغه مقدمې داخله وزارت ته ليږلې وې.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې اوس اوس جوړ کړل شوؤ پوځي عدالتونو ته ١٢ مقدمې داوريدنې لپاره ليږل شوي دي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ډائريکټر جنرل ميجر جنرل عاصم سليم باجوه دخالي په ورح يو بيان کې وئيل شوي دي چې دصوبائي حکومتونو اړونده کميټو دغه مقدمې داخله وزارت ته ليږلې وې.

هغه وئيلي داخله وزارت دکره کتنې څخه وروستو دغ مقدمې پوځ ته ليږلي چې له دې وروستو قانوني عمل پيل شوى دى

دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ١٦م دسمبر،کال ٢٠١٤م کې دترهه گرو له لوري دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول شوې حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دژل کيدو وروستو دپاکستان حکومت په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو جوړولو اعلان کړى ؤ.

تيره مياشت پاکستاني پارليماني د٢١م ائيني بدلون اؤ ارمي ايکټ کې دبدلون منظوري ورکړې وه اؤ د٢١م ائيني بدلون لاندې هيواد کې پوځي عدالتونه جوړ شوي دي.

حکومت حکومت وائي چې دغه پوځي عدالتونه ددوؤ کلونو دمودې لپاره جوړ کړل شوي اؤ ورته به يواځې ترهه گرۍ دککړو کسانو په ضد مقدمې داوريدنې لپاره ليږل کيږي

حکومت دريځ لري چې پوځي عدالتونو کې کې ملزمانو ته دقانون لاندې دصفايۍ مکمله موقع ورکولى شي.

دپاکستان پوځ دوړاندې څخه په ډآگه کړې ده چې هيواد کې نهه پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي چې پکې پنجاب اؤ خيبرپښتونخوا کې درې، درې ، سندهـ کې دوه اؤ بلوچستان کې يو پوځي عدالت شامل دى.

په ډاگه دې وي چې دپوځي عدالتونو دجوړيدو په ضد دلاهور هائيکورټ بار ايسوسي ايشن لخوا سپريم کورټ کې يو خواست جمع کړل شوى ؤ چې پکې دريځ خپل کړل شوى ؤ چې د٢١م ائيني بدلون لاندې هيواد کې دپوځي عدالتونو جوړيدل دائين په ضد دي.

سترې محکمې دې لړ کې دابتدائي اوريدنې څخه وروستو اټارني جنرل اؤ صوبائي ايډوکيټ جنرلز ته نوټس جاري کړى ؤ اؤ دهغوي څخه يې ځواب غوښتى، ددې مقدمې راتلونکې اوريدنه بۀ په ١٢مه فرورۍ ترسره کيږي.

سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن هم وئيلي دي چې دپوځي عدالتونو دجوړيدو په ضد به دقانون سازۍ خلاف سترې محکمې ته مراجعه کوي.

ملگرو ملتونو اؤ اروپائي اتحاديې په پاکستان هيواد کې دتيزندۍ په سزا دعمل درامد داودرولو غږ کړى خو وزيراعظم نواز شريف دريځ لري چې پاکستان دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى چې دمخنيوي لپاره يې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم يو بيان کې وئيي دي چې هيواد کې دځانگړو پوځي عدالتونو دجوړيدو خواهش نۀ لري بلکې دغه عدالتونه دغيرمعمولي حالاتو تقاضا ده.

پاکستان دترهه گرۍ دمخنيوي ديوې تگلارې لاندې ټول هيواد کې کارروايۍ تُندې کړي اؤ دوزيراعظم ددفتر څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه ددسمبر څخه ټول هيواد کې تر دې مهاله ترسره شوؤ کارروائيو کې د١٠ؤ زرو څخه زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG