لاس رسیدونکی لینک

دامريکائي تښتول شوې ښځې دوژل کيدو ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى،امريکا


دامريکائي صدر دقومي سلامتۍ دکونسل يوې وياندې برنات ميهان وئيلي دي چې هغوي په دغو اطلاعاتو سخته انديښمن دي خو ورته تر دې مهاله داسې کوم ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى دکوم په اساس چې ددولت اسلاميه ددعوې پخلى وکړل شي

سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې ددولت اسلاميه له لوري ددې دعوې پخلى نۀ شي کولى چې گنې داردن په يوه فضائي حمله کې ددغه ډلې لخوا تښتول شوې يوه امريکائي ښځينه امدادي کارکوونکې وژل شوې ده.

دامريکائي صدر دقومي سلامتۍ دکونسل يوې وياندې برنات ميهان وئيلي دي چې هغوي په دغو اطلاعاتو سخته انديښمن دي خو ورته تر دې مهاله داسې کوم ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى دکوم په اساس چې ددولت اسلاميه ددعوې پخلى وکړل شي اؤ زياته کړې يې ده چې ددې ځانگړې معاملې په اړه هغوي نور تفصيل نۀ لري.

دداعش له لوري ددسمبر په مياشت کې شام کې ديرغمال کړل شوي اردن دجنگي پائيلټ دوژنې څخه وروستو اردن ددولت اسلاميه دجنگيالو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړي دي.

امريکائي امدادي کارکوونکې کايلا جين ملر دايريزونا پوهنتون څخه گريجويشن کړى ؤ اؤ هغه کال ٢٠١٢م کې دترکي اؤ شام په پوله دپناه اخستونکو لپاره دکار په غرض تللې وه ، هغه دشام حلب ښار څخه تښتول شوې وه.

XS
SM
MD
LG