لاس رسیدونکی لینک

شپږ افغان کيډټان به پاکستان کې پوځي تربيه ترلاسه کوي


دا کيډټان به ايبټ اباد کې جوړې دپاکستاني پوځ ملټري اکيډيمۍ کاکول( پي ايم اى) کې د١٨ؤ مياشتو تربيت ترلاسه کوي.

دافغانستان دپوځ شپږ کيډټان پاکستان کې دپيشه وارانه تربيت ترلاسه کولو لپاره دزيارت په ورځ اسلام اباد ته رسيدلي دي.

دا کيډټان به ايبټ اباد کې جوړې دپاکستاني پوځ ملټري اکيډيمۍ کاکول( پي ايم اى) کې د١٨ؤ مياشتو تربيت ترلاسه کوي.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تير کال دکابل ددورې په مهال افغانستان ته دپوځي تربيت ورکولو وړانديز کړى ؤ.

اسلام اباد کې دافغان سفارت خانې څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې افغان سفير جانان موسي زئ ددغو کيډټآنو سره سفارت خانه کې ليدنه وکړه.

په دغه موقعه هغه وويل چې ددغو افغان ځوان کيډټانو دپاکستان پوځي اکيډيمۍ کې شامليدل ددواړو هيوادونو ترمينځ دسلامتۍ اؤ عسکري اړيکو اؤ ټولو څانگو کې درابطو دنورو مضبوطولو دهڅو په اړه يو مهم گام دى.

جانان موسي زئ په افغان کيډټانو زور راوړى چې دپاکستان پوځي اکيډيمۍ کې دتربيت په مهال دې دخپلو ملگرو پاکستاني کيډټانو اؤ نورو هيوادونو دکيډټانو سره په پيشه وارانه اړيکو جوړولو کې خپل کردار ادا کړي.

بيان کې وئيل شوي دي چې افغان کيډټان په داسې وخت کې پاکستان ته رسيدلي چې دلوړې کچې يو افغان پوځي هيئت هم دپاکستان دوره کوي، ددغه هيئت مشري دافغان پوځ دتعليم اؤ تربيت په اړه دادارې نيشنل اکيډيمۍ مشر ميجر جنرل نعمت الله خوشي وال کوي.

اوسنو مياشتو کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې ښه والى راغلى، نوى افغان صدر اشرف غني دنومبر په مياشت کې دپاکستان دوره کړې وه اؤ په دغه مهال ددواړو هيوادونو ترمينځ بيلا بيلو څانگو کې په مرستې سيوا کولو اتفاق شوى ؤ.

له دې وروستو ددواړو هيوادونو سياسي اؤ عسکري چارواکو هم تماسونه نيولي.

دپاکستان ايبټ اباد ښار کې جوړې پوځي اکيډيمۍ کې دپاکستان ترڅنگ دنورو هيوادونو کيډټانو ته هم تربيت ورکولى شي خو افغان کيډټان به ددغه ځايې څخه په لمړي ځل تربيه ترلاسه کوي.؛

XS
SM
MD
LG