لاس رسیدونکی لینک

چين :شاپنگ سنټر کې داور لگيدو له امله 17 کسان مړۀ شوي


دغه پيښه دچين دجنوبي صوبې گوانگ ډونگ ښار هوئي ډونگ کې هاغه وخت رامينځته شوه کله چې په يوه څلور پوړيزه ودانۍ کې اور ولگيدو

چارواکي وائي دچين په يو شاپنگ سنټر کې داورلگيدو له امله لږ ترلږه ١٧ کسان مړۀ شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دغه پيښه دچين دجنوبي صوبې گوانگ ډونگ ښار هوئي ډونگ کې هاغه وخت رامينځته شوه کله چې په يوه څلور پوړيزه ودانۍ کې اور ولگيدو، غرمه مهال په لگيدلي دغه اور دشپې قابو موندل شوې خو په دغه مهال ١٧ؤ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى.

دانتظاميې ترمخه امدادي هلو ځلو کې 270 دور وژونکو کارکوونکو اؤ 45ؤ نورو اجنئيرانو برخه اخستې اؤ دشاپنگ مال ٩ مينيجران په حفاظت سره راويستل شوي دي.

چارواکي وائي چې داور لگيدو څخه وروستو ودانۍ کې دننه دگيرو کسانو راويستو لپاره دودانۍ ديوال هم مات کړل شوى، پوليس داور دلگيدو دوجوهاتو معلومولو لپاره پلټنې کوي اؤ په ياده شوې ودانۍ کې کارکوونکي کسان يې نيولي هم دي.

٢٠١٣م کې هم دچين په شمال ختيزه سيمه کې يو پولټري پلانټ کې دلگيدلي اور پيښه کې ١١٩ کسان مړۀ شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG