لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل نواز شريف سره په امنيتي چارو خبرې اترې کړي


 دسرچينو وينا ده چې دپوځ سرلښکر ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم نواز شريف بيجنگ ته دخپلې اوسنۍ دورې په اړه هم باور کې اخستى، چرته چې هغه دچين لوړپوړو عسکري اؤ سياسي مشرانو سره ليدنې کړې وې.
دسرچينو وينا ده چې دپوځ سرلښکر ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم نواز شريف بيجنگ ته دخپلې اوسنۍ دورې په اړه هم باور کې اخستى، چرته چې هغه دچين لوړپوړو عسکري اؤ سياسي مشرانو سره ليدنې کړې وې.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دجمعې په ورځ اسلام اباد کې وزيراعظم نواز شريف سره ليدنه کړې اؤ دتندلارو په ضد دهيواد قبائيلي سيمو کې په روانو عملياتو اؤ دهيواد په داخلي امنيتي صورتحال يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دسرچينو وينا ده چې دپوځ سرلښکر ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم نواز شريف بيجنگ ته دخپلې اوسنۍ دورې په اړه هم باور کې اخستى، چرته چې هغه دچين لوړپوړو عسکري اؤ سياسي مشرانو سره ليدنې کړې وې.

دپوځ سرلښکر وزيراعظم شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دتيرکال دجون دمياشتې راهسې دروانو عملياتو په نتيجه کې دلاسته راوړنو څخه هم خبر کړو، سرچينې وائي جنرل راحيل شريف وزيراعظم ته وويل چې ددغو عملياتو په نتيجه کې گڼ شمير تندلاري ختم کړل شوي دي.

دپوځ سرلښکر سره خبرو کې په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپوځ دارادې ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې حکومت اؤ اولس دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپوځ بشپړ ملاتړ کوي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر دې مهاله د٢٠٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې يې هم له مينځه وړي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG