لاس رسیدونکی لینک

حکومت دترهه گرۍ ختمولو لپاره ژمن دى، نواز شريف


نواز شريف خپل گاونډي رقيب هيواد هند سره دمقصدي مذاکراتو په ضرورت ټينگار کړى اؤ وئيلي يې دي چې دکشمير دستونزې دشاملولو پرته کومه مذاکراتي ايجنډا مکمله نۀ شي گڼل کيدى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دپاکستان حکومت دترهه گرۍ دله مينځه وړلو پخه اراده کړې اؤ دې لړ کې به هيڅ رقم سازباز نۀ کيږي.

دزيارت په ورځ دپاکستان دانتظام لاندې کشمير په پلازمينه مظفراباد کې دقانون جوړونکې اسمبلۍ اؤ کونسل گډې غونډې ته دوينا په مهال قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په اړه نوازشريف وويل دضرب عضب اؤ ترهه گرۍ په ضد دجگړې پريکړه دپاکستان دټولو سياسي گوندونو په صلاح مشورې سره شوې ده کوم چې به منقطقي انجام ته رسولى شي.

نواز شريف خپل گاونډي رقيب هيواد هند سره دمقصدي مذاکراتو په ضرورت ټينگار کړى اؤ وئيلي يې دي چې دکشمير دستونزې دشاملولو پرته کومه مذاکراتي ايجنډا مکمله نۀ شي گڼل کيدى.

هغه وويل دجنوبي اسياء اقتصادي راتلونکى دکشمير ستونزې پسې تړلى دى، هغه دپاکستان دا دريځ يوځل بيا تکرار کړو چې دکشمير ستونزه دکشميريانو دخواهشاتو مطابق هواريدل پکار دي. قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په اړه نوازشريف وويل دضرب عضب اؤ ترهه گرۍ په ضد دجگړې پريکړه دپاکستان دټولو سياسي گوندونو په صلاح مشورې سره شوې ده کوم چې به منقطقي انجام ته رسولى شي.

نوازشريف وويل په ډاگه کول غواړي چې کشمير دپاکستان دملا تيه ر دى ځکه به کشمير سره خپله اړيکه اؤ رشته ساتي اؤ زياته يې کړه چې دکشمير دخوداراديت دحق ملاتړ به دوامداره ساتلى شي.

پاکستاني وزيراعظم وويل دنړۍ يو طاقت هم کشمير پاکستان څخه نۀ شي بيلولولى اؤ سيمه کې دتلپاتې امنيت ټينگښت دکشمير دستونزې دهواري پرته ناممکن دى

XS
SM
MD
LG